مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی".
Explanation
Benefits
په ناحقه مسلمان ته سپکاوی کول لوی (خطرناک) برخلیک لري، څوک چې په ناحقه سپکې سپورې وایي هغه فاسق دی.
مسلمان ته سپکې سپورې ویل او ورسره جګړه کول ایمان کموي او کمزوری کوي.
ځینې کړنې کفر بلل کیږي؛ که څه هم هغه لوی کفر ته ونه رسیږي چې انسان پرې د اسلام له دین څخه وځي.
د اهل سنت په اند دلته له کفر څخه مراد هغه کوچنی کفر دی چې له مخې یې څوک له دين څخه نه وځي. ځکه چې الله تعالی مومنان د جګړې او لانجې په حالت کې هم یو د بل ایماني ورونه بللي، الله تعالی فرمایلي دي: (وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا) یعنې: او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله وكړئ. د الله تعالی تر دې وینا پورې: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ). یعنې: (بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي).
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

