زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي " هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغه څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرماییل: چا چې زما اطاعت وکړ هغه به جنت ته داخل شي او چا چې زما نافرماني وکړه نو بېشکه چې هغه انکار کړی دی».
Explanation
نو صحابه و - رضي الله عنهم - وفرمایل: او څوک دی چې ( جنت ته له ننوتلو څخه به ) ډډه کوي اې د الله رسوله؟!
نو هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: چا چې غاړه کېښوده، پیروي یې وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت یې وکړ جنت ته به داخل شي، او هغه چا چې سرغړونه وکړه او شریعت ته یې غاړه کې نښوده، نو هغه په خپلو بدو کړنو سره جنت ته له ننوتلو څخه ډډه کړې ده.
Benefits
د رسول الله صلى الله عليه وسلم پیروي (بنده ته) جنت واجبوي، او نافرماني یې دوزخ واجبوي.
لدې امت څخه پیروي کوونکو ته پدې (خبره) زیری چې دوی به ټول جنت ته ننوځي مګر هغه څوک چې د الله تعالی او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - نافرماني یې کړې ده.
په خپل امت باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفقت او د هغوی په هدایت یې ټینګار.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

