ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي: ماته په وېره بریا راکړل شوې؛ زه چې کوم ځای ته ځم نو د یوې میاشتې د مزل په اندازه مې رعب هلته مخکې رسیدلی وي، او ټوله ځمکه زما لپاره جومات او پاک ځای ګرځېدلی، نو زما له امت څخه چې په هر چا د لمانځه وخت راغی نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمت روا شوی چې زما نه مخکې هیچا ته نه و روا، او ماته شفاعت راکړل شوی او دا چې هر نبي به خاص خپل امت ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته لېږل شوی یم».
Explanation
لومړی دا چې: زه په وېرې سره بریالی شوی یم، داسې چې زما د دښمنانو په زړونو کې وېره لوېږي، که څه هم زما او د هغوی تر منځ د یوې میاشتې په اندازه واټن وي.
دویم: زما لپاره ځمکه جومات ګرځول شوې ده، چېرته چې وو هلته لمونځ کوو، او دا چې خاوره پاکه ده کله چې اوبه نه وي (نو تیمم پرې کوو).
دریم: موږ ته د جنګ غنیمتونه حلال ګرځول شوي، کوم چې مسلمانان له کفارو سره په جګړه کې تر لاسه کوي.
څلورم: ما ته د قيامت په ورځ - د خلکو له وېرې څخه د خلاصون لپاره - تر ټولو ستر شفاعت راکړل شوی دی.
پنځم: زه ټولو خلکو؛ انسانانو او پېریانو ته لېږل شوی یم، د پخوانیو پېغمبرانو پر خلاف چې هغوی به یوازې خپلو قومونو ته لېږل کېدل.
Benefits
په دې ځانګړتیاوو سره پر دې امت او نبي یې د الله تعالی لورینه.
په هر حالت کې په خپل وخت لمونځ ادا کول واجب دي، او څومره چې کولی شي نو شروط، سنت او واجبات دې پر ځای کړي.
هغه شفاعت چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم پرې د نورو انبیاوو تر منځه ځانګړی شوی دی ډولونه لري چې یو یې: د مخلوقاتو لپاره شفاعت دی چې اړه یې (د حساب او کتاب) پرېکړه وشي او بل شفاعت یې جنت ته د جنتیانو د ننوتلو لپاره دی او بل شفاعت یې د خپل تره ابو طالب لپاره شفاعت دی چې عذاب ترې سپک کړی شي؛ نه دا چې له اور څخه راووځي؛ ځکه چې هغه کافر مړ شوی.
پېغمبر صلی الله علیه وسلم ډېرې ځانګړتیاوې لري چې ټولې یې په دې حدیث کې ندي یادې شوي لکه دا چې: جوامع الکلم ورکړل شوي، د پېغبرانو لړۍ پرې پای ته رسیدلې، او دا چې زمونږ صفونه د پريښتو د صفونو په څېر دي او داسې نور.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

