HadeethEnc · 1.46.0
مه غوسه کېږه
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې وصیت راته وکړه، هغه وفرمایل: « مه غوسه کېږه » هغه څو ځله تکرار کړه، ویې فرمایل: "مه غوسه کېږه".
02
Explanation
یو صحابي - رضی الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې هغه ته د داسې یو څه لارښوونه وکړي چې ګټه ورته رسوي، نو هغه ته یې امر وکړ چې غصه مه کوه، یعنې له هغو اسبابو څخه ځان وساته چې د غصې لامل ګرځي، او دا چې د غوصې پر مهال ځان کنټرول کړي، او په وژلو، وهلو، سپکاوي او داسې نورو سره دې خپل قهر ته دوام نه ورکوي.
سړي په تکراري ډول د وصیت غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په وصیت کې له "غصه مه کوه". څخه څه اضافه نه کړل".
سړي په تکراري ډول د وصیت غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په وصیت کې له "غصه مه کوه". څخه څه اضافه نه کړل".
03
Benefits
د غصې او لاملونو په اړه یې خبرداری، ځکه چې دا د بدیو ټولګه ده، او ورڅخه ډډه کول د نیکیو ټولګه ده.
د الله لپاره غصه کول ستایل شوې غصه ده لکه د الله تعالی د موانعو تر پښو لاندې کولو له امله غصه کول.
د اړتیا پر مهال د خبرې تکرار تر دې چې اورېدونکی پرې پوه شي او په اهمیت یې پوه شي.
له عالم څخه د وصیت غوښتلو فضیلت.

Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares