HadeethEnc · 1.46.0
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي.
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان نه وروسته د فطر زکات فرض کړی دی، چې اندازه یې یو صاع ده او وزن یې څلور لپې ده. المُدُّ: د منځمهالي سړي لپه، له خرما یا وربشو څخه پر هر مسلمان؛ ازاد او غلام، نر او ښځه، وړوکي او لوی واجب ده، البته هغه څوک چې خواړه یې د یوې شپې او ورځې څخه اضافي وي، د ځان او هغه چا لپاره چې دوی یې سرپرستي کوي. او امر یې کړی چې عیدګاه ته د خلکو له وتلو مخکې دې ادا شي.
03
Benefits
د روژې په مياشت کې د فطر صدقه له کوچنيانو، بوډاګانو، ازادو او غلامانو څخه ورکول کېږي او غوښتنه یې له سرپرست او بادار څخه کېږي، او سړی به یې له خپل ځان، اولادونو او هغه چا څخه وباسي چې نفقه یې پرې واجب ده.
د مور په ګېډه کې ماشوم باندې د فطر صدقه فطر واجب نه، بلکې مستحب ده.
د هغه څه بیان چې د فطر په صدقه کې ورکول کېږي، او دا چې هغه د خلکو دودیز غله جات دي.
د اختر لمانځه ته له وتلو مخکې یې ویستل واجب دي، او غوره دا ده چې د اختر په سهار وي، همدا رنګه یې له اختر یوه او یا دوه ورځې مخکې ویستل هم روا دي.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares