په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روایت دی په هغه څه كې چې هغه له خپل رب څخه روايت كوي، فرمایي: «په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي».
Explanation
نو څوک چې د یو نیک کار اراده، نیت او عزم وکړي، د هغه لپاره یوه نیکي لیکل کیږي اګر که عملي کړي یې هم نه وي، خو که چېرته یې عملي کړه نو هغه ورته لس چنده تر اووه سوه چنده او څو چنده زیاتیږي، او زیاتوالی په زړه کې د اخلاص او نورو ته ګټې رسوونې او داسې نورو کړنو په اندازه وي.
او څوک چې د کوم بد کار اراده، قصد او عزم وکړي، بیا یې د الله تعالی لپاره پرېږدي، د هغه لپاره نیکي لیکل کېږي، او که چېرته یې لدې امله پرېښوده چې ورڅخه په بل کار بوخت شو او د هغه کار اسباب یې هم تر سره نه کړل، نو هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، او که چېرته یې د ناتوانۍ له امله پرېښود نو د نیت په اساس ورته - ثواب او یا ګناه لیکل کیږي - او که چېرته یې ګناه عملي کړه نو یوازې یوه بدي ورته لیکل کیږي.
Benefits
په اعمالو کې د نیت ارزښت او اغیزه.
د الله جل جلاله فضل، مهرباني او احسان چې څوک د نیکۍ اراده وکړي او عملي یې هم نه کړي الله تعالی یې ورته نیکي لیکي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

