الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له نواس بن سمعان الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ».
«نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي».
Explanation
د نېکۍ تر ټولو ستر صفت له تقوا سره ښه اخلاق، د خلکو د ضرر زغمل، لږ غصه کېدل، ورین مخ، ښه وینا، خپلوي پالنه، پيروي، مهرباني، نیکي کول، ښه سلوک او ښه ملګرتیا ده.
او ګناه هغه ده چې په زړه کې دې ټکه او شکونه پیدا کړي او په اړه یې زړه نازړه شې او سینه دې ځای ورنکړي، او په زړه کې ترې شک او وېره پیدا شي ځکه چې ګناه ده، او نه غواړې ښکاره یې کړې ځکه چې د ښو خلکو له انده ناوړه عمل دی، ځکه نفس په طبیعي توګه غواړي چې خلک یې له ښو کړنو خبر شي، نو کله چې دې نه غوښتل خلک دې پر ځینو کړنو خبر شي نو هغه ګناه ده او خېر پکې نشته.
Benefits
حق او باطل پر مؤمن نه ګډوډېږي، بلکې (مؤمن) حق په هغې رڼا سره پېژني چې په زړه کې یې ده، او له باطل څخه تېښته کوي او نه یې مني.
د ګناه له نښانو څخه د زړه خفګان او تشویش دی، او دا بد ګڼل چې خلک ترې خبر شي.
سندي ویلي: دا (خبره) په هغو شکمنو معاملو تطبيقېږي چې خلک په کې د يوې خوا د ټاکلو په اړه نه پوهيږي؛ که نه نو په شریعت کې خو د دلیل له ظاهرېدو پرته مأمور به د دې خلاف نیکي ده، او له څه نه چې منع راغلې ګناه ده، نو د زړه فتوا او تسليت ته پکې اړتیا نشته.
پدې حدیث سره د سالم فطرت لرونکي خلک مخاطب دي، نه هغوی چې زړونه یې چپه دي؛ نه ښه پېژني او نه بد بدګڼي، پرته له هغه څه چې د دوی نفسونه یې غواړي.
طیبي وایي: ویل کېږي چې حدیث کې نیکي په بېلابېلو معناوو سره تفسیر شوې، په یو ځای کې په هغه څه سره تفسیر شوې چې روح ته سکون ورکوي او زړه پرې ډاډمنېږي، په بل ځای کې په ایمان سره تفسیر شوې، په یو بل ځای کې په هغه څه سره چې الله تعالی ته دې نږدې کوي، او دلته په غوره اخلاقو سره تفسیر شوی، بیا د غوره اخلاقو تفسیر داسې شوی چې: د نورو ضرر زغمل، لږ غصه کېدل، ورین مخ او غوره وینا چې دا ټول سره په معنا کې یوبل ته نږدې دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

