افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#3574[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ؟

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ؟» قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ، وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ، فَذَلِكُمُ الرِّبَاطُ».

"آیا زه تاسو ته هغه څه ونه ښایم چې په دې سره الله تعالی ګناهونه له منځه وړي او درجې لوړوي؟» هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله: هغه وفرمایل: «په سختیو کې اودس بشپړول او جوماتونو ته زیات قدمونه اخیستل او له یو لمانځه وروسته بل لمانځه ته انتظار کول، نو همدا د الله په لار کې وتل دي».
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل چې آیا دوی غواړي د داسې اعمالو لارښوونه ورته وکړي چې د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځي، او د پرېښتو له کتابونو څخه پاکیږي او په جنت کې د مرتبو د لوړېدو لامل ګرځي.

صحابه کرامو وویل: هو، موږ همدا غواړو. هغه وفرمایل:

لومړی: په سختۍ سره اودس کول او بشپړول. لکه سړه هوا، د اوبو کموالی، د بدن درد، او ګرمې اوبه.

دویم: ډېر قدمونه وهل – د دوو پښو تر منځه واټن – له کور څخه لرې جوماتونو ته تلل، او دا کار ډېر تکرارول.

دریم: د لمانځه د وخت انتظار کول، له هغه سره زړه تړل، لمانځه ته تیاری نیول او په جومات کې د جماعت د ادا کولو انتظار کول، نو کله چی لمونځ ادا کړي، د لمانځه په ځای کې بل لمانځه ته انتظار باسي.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کړه چې دا درې کارونه په حقیقت همدا د الله په لار کې وتل دي؛ ځکه چې دا په نفس د شیطان لارې بندوي، خواهشات ماتوي او د وسوسو مخه نیسي، نو په دې توګه د الله ډله د شیطان لښکرو ته ماته ورکړي او همدا تر ټولو لوی جهاد دی، او دا دښمن ته په پولو د ودرېدلو په څېر دي.
03

Benefits

په جومات کې د جماعت د لمانځه د اداء کولو اهميت، او لمانځه ته پاملرنه کول او پر وړاندې یې بې پروایي نه کول.
په ښې طریقې سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته معلومات وړاندې کړل چې د پوښتنې کولو په توګه یې ورته د لوی ثواب په ښودنه پېل وکړ، او دا د زده کړې یو مېتود دی.
د سوال او ځواب په توګه د مسئلې د پېش کولو ګټه دا ده چې: وینا د ابهام او وضاحت له اړخه له نفس سره سمون لري.
نووي رحمه الله فرمايي: نو همدا د الله په لار کې رباط دی، یعني: هغه رباط چې یو (مسلمان) ورته هڅول کیږي. او رباط په اصل کې د یو څه بندول دي، لکه دې انسان چې ځان د عبادت په خاطر (په یو ځای کې) بندي کړی وي، او ویل کیږي چې: دا تر ټولو غوره رباط دی، لکه څنګه چې ویل شوي: جهاد د نفس جهاد دی، او کېدی شي دا هغه رباط وي چې شونی او آسان دی، یعنې دا یو ډول رباط دی.
د "رباط" کلمه تکرار شوې او په (ال) معرفه ګرځولی شوې چې دا د دې اعمالو په عظمت دلیل دی.

Attribution

[مسلم روايت کړی دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...