HadeethEnc · 1.46.0
له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".
02
Explanation
رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې د لمانځه د صحت لپاره يو شرط پاكوالى دى، نو څوک چې د لمانځه اراده وکړي اودس دې وكړي كه چېرته یې له اودس ماتوونکو څخه په یو اودس مات شوی وي؛ لکه ډکې او تشې متیازې کول؛ خوب او داسې نور.
03
Benefits
د بې اودسه لمونځ نه قبلیږي تر دې چې د لویې بې اودسۍ څخه په غسل او له وړې بې اودسۍ څخه په اودس کولو ځان پاک نه کړي.
اودس په خوله کې له اوبو اچولو او بېرته راوېستلو، بیا پوزې ته دننه د اوبو کش کولو، بیا یې بېرته راوېستلو، بیا درې ځلې د مخ وینځلو، بیا له څنګلو سره د دواړو مټو درې ځلې وینځلو، بیا یې د ټول سر یو ځلې مسح کولو او ورپسې له ښنګرو سره د دواړو پښو له وینځلو څخه عبارت دی.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares