کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبو سره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستۍ څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو پاک راووځي».
Explanation
Benefits
د نبي ﷺ طریقه دا ده چې خلک د اجر او ثواب په یادونې سره طاعاتو او عبادتونو ته هڅوي.
هر غړی د انسان له غړو څخه په ځینو ګناهونو کې ښکېل کېږي، نو هره ګناه د هر هغه غړي سره تړاو لري چې پرې تر سره شوی وي، نو له هر غړي څخه په توبې وېستلو سره وځي.
په اودس کې دوه ډوله پاکوالی دی: حسي پاکوالی چې د اودس د غړو د مینځلو پر مهال رامنځته کېږي، او معنوي پاکوالی چې د هغو ګناهونو څخه انسان پاکوي چې د بدن د غړو له لارې ترسره شوي وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

