تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».
Explanation
Benefits
د ایمان له بشپړوالي څخه دا دي چې مسلمان باید د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې د ځان لپاره خوښوي.
سلام خپرول او مسلمانانو ته یې وړاندې کول مستحب دی، ځکه چې په سلام سره د خلکو ترمنځ مینه او خوندیتوب خپریږي.
سلام یوازې پر مسلمان اچول کیږي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چې فرمایي "بينكم". یعنې په خپلو منځونو کې.
په سلام اچولو سره پرېکون، د خپلمنځي اړیکو پرې کول او جنګونه له منځه ځي.
د مسلمانانو تر منځ د مینې او محبت ارزښت او دا د ایمان له بشپړتیا څخه دي.
په یو بل حدیث کې راځي چې د سلام بشپړ الفاظ داسې دي : "السلام عليكم ورحمة الله وبركاته"، او دا بسنه کوي چې ووایي: "السلام عليكم".
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

