چا چې د دوه وو لورګانو سمه روزنه وکړه تر دې چې لویې شي، نو د قیامت په ورځ به زه اوهغه سره یو ځای یو» او خپلې ګوتې یې سره جوختې کړې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې د دوه وو لورګانو سمه روزنه وکړه تر دې چې لویې شي، نو د قیامت په ورځ به زه اوهغه سره یو ځای یو» او خپلې ګوتې یې سره جوختې کړې.
Explanation
Benefits
د نجونو د پالنې ثواب د هلکانو د پالنې له ثواب څخه زیات دی؛ ځکه چې د دوی په اړه داسې څه نه دي ویل شوي؛ بله دا چې د نجونو روزي او د هغوی چارو ته پاملرنه د هلکانو چارو ته د پاملرنې په پرتله زیاته ده؛ ځکه چې دوی عورت دي، نشي کولی خپلې چارې پرمخ بوځي، د زامنو په څېر چلند نه شي کولی، همدارنګه پلار ترې دا هیله نه لري چې پر مټ یې په دښمنانو برلاسی شي او نسب یې وساتي او داسې نور، نو دا پرې د لګښت کوونکي صبر، اخلاص او ښه نیت ته اړتیا لري، لدې امله یې اجر لوی دی چې په قیامت کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری وي.
د ښځي د بلوغت نښې: د لس کلنۍ سن پوره کېدل، يا له پنځلس کلنۍ مخکې د حیض راتلل، یا د شرمګاه خواوشا زیږ ویښتان راختل او یا شیطان تېرویستل چې په خوب کې ترې مني لاړ شي.
قرطبي وايي: بلوغ ته د دواړو له رسېدو څخه موخه دا ده چې دواړه خپلواک او پر ځان بسیا شي، او په ښځو کې دا تر هغه پورې وي چې کله ورسره خاوندان یو ځای شي، او د هغوی له بلوغ څخه موخه دا نده چې حیض پرې راشي او مکلفه شي؛ ځکه کېدی شي له دې مخکې واده وکړي او په خاوند سره یې کفالت وشي، او دا هم کېدی شي په داسې حال کې حېض شي چې د خپلو ګټو لپاره خپلواکه نه وي او که چېرته همداسې پرېښودل شي نو ضایع به شي او حالات به یې خراب شي، بلکې پدې حالت کې هغه د ساتنې، حفاظت او سرپرستۍ زیاته حقداره ده، د دې لپاره چې ساتنه یې پوره شي نو د هغه په واده کولو کې به د خلکو رغبت پیدا شي، او همدې معنا ته په لیدو زمونږ علماوو فرمایلي دي چې: د انجلۍ نفقه یې له پلار څخه د هغې په پېغلتوب سره پای ته نه رسیږي، بلکې هغه مهال پای ته رسیږي چې خاوند یې ورسره یو ځای شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

