HadeethEnc · 1.46.0
الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة». "حسن او حسین د جنتیانو د ځوانانو سرداران دي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة».
"حسن او حسین د جنتیانو د ځوانانو سرداران دي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د هغه دوه لمسیان؛ حسن او حسین چې د علي بن ابي طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمې رضي الله عنهم زامن دي، دوی دواړه په فضیلت کې د هر هغه ځوان باداران دي چې په ځوانۍ کې مړ شي، یا دا چې دواړه د ټولو جنتي ځوانانو سرداران دي، پرته له انبیاوو او خلفای راشدینو څخه.
03
Benefits
پدې کې د حسن او حسین رضي الله عنهم ښکاره فضیلت دی.
د حدیث د مفهوم په باره کې ویل شوي چې: د حدیث د بیانېدو پر مهال به دوی د دې زمانې د جنتي ځوانانو باداران وي، یا دا چې دوی د هغو خلکو تر منځه غوره دي چې د فضیلت په اړه یې کوم ثبوت نشته؛ لکه کوم ثبوت چې د انبیاوو او خلفاوو په اړه راغلی، یا دا چې دوی د هغو ځوانانو بادارن دي چې د ځوانۍ او نرتوب صفتونه ولري لکه: ښه سړیتوب، سخاوت، زړورتیا، او دا چې په دې سره مراد د ځوانۍ عمر ندی؛ ځکه چې حسن او حسین دواړه زاړه مړه شوي دي.

Attribution
[الترمذي او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares