افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#10603[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په دولس غزاګانو کې ګډون کړی دی، فرمایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور (خبرې) اورېدلي دي چې زما خوښې شوي دي هغه فرمایلي دي: «ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي، بل یې دوه روژې منع کړي دي چې یوه یې د کوچني او بله د لوی اختر په ورځو کې روژه نیول دي او دا چې د سهار د لمانځه څخه وروسته لمونځ نشته تر دې چې لمر راوخیژي او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر ولویږي، او دا چې له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، بیت المقدس او زما دغه جومات دی».
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو کارونو منعه کړې ده:

لومړی: د ښځې له خاوند او محرم پرته د دوو ورځو له سفر څخه ممانعت. او محرم یې هغه خپلوان دي چې دا پرې د تل لپاره حرامه شوې ده، لکه زوی، پلار، وراره، خوره ئې، تره، ماما او داسې نور.

دويم: د کوچني او لوی اختر په ورځ د روژې نیولو ممانعت ، برابره ده كه مسلمان یې د نذر، نفل او يا كفارې له مخې روژه ونیسي.

دریم: د مازدیګر له لمانځه وروسته تر لمر پرېوتو پورې د نفلي لمانځه څخه ممانعت، همدا رنګه د سهار له راختلو (له لمانځه) وروسته تر دې چې لمر راوخیژي.

څلورم: کوم ځای ته سفر کول او د هغه ځای د حرمت عقیده ساتل، یا دا چې نیکۍ پکې څو برابره کیږي حرام دي پرته لدې دریو جوماتو نو څخه، نو لدې پرته نورو ځایونو ته د لمانځه لپاره د سفر په موخه کډې نه تړل کیږي، ځکه لدې دریو جوماتونو پرته په نورو ځایونو کې ثواب نه څو چنده کیږي؛ هغه درې جوماتونه مسجد الحرام، نبوي مسجد او د الأقصی جومات دی.
03

Benefits

د ښځې لپاره له محرم پرته سفر کول روا نه دي.
ښځه په سفر کي دښځي لپاره محرم نه ده؛ ځکه هغه فرمایلي: "میړه یا محرم یې".
هر هغه څه ته چې سفر ویل کیږي د ښځې لپاره له خاوند او محرم پرته حرام دی. او دا حدیث د پوښتونکي حالت ته او ځای ته په لیدو بیان شوی و.
د ښځې محرم د هغې میړه یا هغه څوک دی چې له هغه سره د دایمي اړیکې له امله واده کول حرام وي، لکه: پلار، زوی، تره، ماما، یا د رضاعت له امله لکه: رضاعي پلار، رضاعي تره، یا د خسر کېدو له امله لکه: د خاوند پلار. او بايد چې (محرم) مسلمان، بالغ، عاقل د باور وړ او امانتدار وي، ځکه له محرم څخه مقصد د ښځې ملاتړ، ساتنه او د چارو سمبالول دي.
د ښځې ملاتړ او ساتنې ته د اسلامي شریعت پاملرنه.
د سهار او مازدیګر له لمونځونو وروسته مطلق نفلي لمونځ صحيح نه دی، لدې د فرضي لمونځونو راګرځول او سببي لمونځونه مستثنا دي لکه: تحیة المسجد او داسې نور.
د لمر له راختلو سمدستي وروسته لمونځ کول حرام دي، بلکې بايد د نېزې په اندازه لمر راپورته شي چې نږدې له لسو دقيقو څخه تر یو پاو پورې کیږي.
د مازدیګر وخت تر لمر پرېوتو پورې غځیږي.
(د دې حدیث له مخې) درېو جوماتونو ته تګ روا دی.
د دریو جوماتونو فضیلت او په نورو یې غوره والی.
د قبرونو د زيارت په موخه سفر کول روا نه دي که څه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر وي، البته د هغه چا لپاره یې زيارت کول روا دي چې په مدينه کې وي او يا دا چې د کوم شرعي او یا روا غرض لپاره ورغلی وي.

Attribution

[متفق علیه دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...