البقرة

 

Al-Baqarah

 

The Cow

1 - Al-Baqarah (The Cow) - 001

الٓمٓ
الم [1]
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

2 - Al-Baqarah (The Cow) - 002

ذَٰلِكَ ٱلۡكِتَٰبُ لَا رَيۡبَۛ فِيهِۛ هُدٗى لِّلۡمُتَّقِينَ
دا کتاب (دی) هیڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهیزګارانو لپاره.

3 - Al-Baqarah (The Cow) - 003

ٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡغَيۡبِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ
هغه کسان چې پر غیبو ایمان (باور) لري او لمونځ کوي (سم یې ادا کوي سره له ټولو حقوقو) او له هغو شیانو چې موږ دوی ته ورکړي دي (د الله تعالی د رضا لپاره یې) مصرفوي.

4 - Al-Baqarah (The Cow) - 004

وَٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ وَبِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ يُوقِنُونَ
او هغه کسان چې ایمان لري (دوی) پر هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی تاته او (پر) هغو (کتابونو) چې له تا وړاندې نازل شوي دي، په آخرت باور (یقین) کوي.

5 - Al-Baqarah (The Cow) - 005

أُوْلَـٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدٗى مِّن رَّبِّهِمۡۖ وَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ
دغه (ستایلي شوي کسان) د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او هم دوی پوره بریالي دي.

6 - Al-Baqarah (The Cow) - 006

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَآءٌ عَلَيۡهِمۡ ءَأَنذَرۡتَهُمۡ أَمۡ لَمۡ تُنذِرۡهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ
بې له شکه هغه (خاص) کسان چې کافران شوي دي، هغوی ته یوشان ده که هغوی ته (ای پیغمبره) ووېروې او که یې ونه وېروې، هغوی ایمان نه راوړي.

7 - Al-Baqarah (The Cow) - 007

خَتَمَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ وَعَلَىٰ سَمۡعِهِمۡۖ وَعَلَىٰٓ أَبۡصَٰرِهِمۡ غِشَٰوَةٞۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ عَظِيمٞ
الله مهر لګولې دی د دوی پر زړونو او غوږونو او د دوی پر سترګو (یوه ځانګړې) پرده ده او دوی لره ډېر لوی عذاب دی.

8 - Al-Baqarah (The Cow) - 008

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَمَا هُم بِمُؤۡمِنِينَ
او یوه ډله له خلکو هغه ده چې وایي موږ په الله او وروستۍ (قیامت) ورځ ایمان راوړی، په داسې حال کې چې دوی مؤمنان نه دي.

9 - Al-Baqarah (The Cow) - 009

يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَمَا يَخۡدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُونَ
دوی (په خپل ګمان) له الله او له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی ټګي کوي، په داسې حال کې چې نه کوي ټګي دوی مګر له خپلو ځانونو سره، او دوی شعور نه لري. (نه پوهیږي چې ضرر يې هم دوی ته رسېږي).

10 - Al-Baqarah (The Cow) - 010

فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ فَزَادَهُمُ ٱللَّهُ مَرَضٗاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمُۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡذِبُونَ
د دوی په زړونو کې ناروغي (د شک او نفاق مرض) دی، نو الله د دوی ناروغي زیاته کړه او (مقرر) دی دوی لپاره ډېر دردناک عذاب په سبب د دې چې دوی به دروغ ویل (په اظهار د ایمان سره).

11 - Al-Baqarah (The Cow) - 011

وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَا تُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ قَالُوٓاْ إِنَّمَا نَحۡنُ مُصۡلِحُونَ
او کله چې دوی (منافقانو) ته وویل شي چې په زمکه کې فساد مکوئ، نو دوی وايي، بې شکه خبره داده چې موږ خو اصلاح کوونکي یو.

12 - Al-Baqarah (The Cow) - 012

أَلَآ إِنَّهُمۡ هُمُ ٱلۡمُفۡسِدُونَ وَلَٰكِن لَّا يَشۡعُرُونَ
خبردار اوسئ بې شکه همدوی فساد کوونکي دي مګر دوی شعور نه لري (په خپل فساد نه پوهېږي).

13 - Al-Baqarah (The Cow) - 013

وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ ءَامِنُواْ كَمَآ ءَامَنَ ٱلنَّاسُ قَالُوٓاْ أَنُؤۡمِنُ كَمَآ ءَامَنَ ٱلسُّفَهَآءُۗ أَلَآ إِنَّهُمۡ هُمُ ٱلسُّفَهَآءُ وَلَٰكِن لَّا يَعۡلَمُونَ
او کله چې دوی ته وویل شي چې ایمان راوړئ، لکه چې نورو خلکو ایمان راوړی دی، نو دوی وايي آیا موږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې ناپوهانو (ایمان) راوړی دی؟ خبردار اوسئ بې شکه همدوی ناپوهان دي خو دوی (په خپله ناپوهۍ) نه پوهېږي.

14 - Al-Baqarah (The Cow) - 014

وَإِذَا لَقُواْ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوۡاْ إِلَىٰ شَيَٰطِينِهِمۡ قَالُوٓاْ إِنَّا مَعَكُمۡ إِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَهۡزِءُونَ
او کله چې ملاقات وکړي (منافقان) له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی نو وايي: موږ هم ایمان راوړی دی. او کله چې خپلو (مشرانو) شیطانانو سره یوازې شي، نو دوی (بیا) وايي: بې شکه موږ له تاسو سره یو. بیشکه هم دا خبره ده چې مونږ مسخرې (ټوکې) کوونکي یو (په مؤمنانو پورې).

15 - Al-Baqarah (The Cow) - 015

ٱللَّهُ يَسۡتَهۡزِئُ بِهِمۡ وَيَمُدُّهُمۡ فِي طُغۡيَٰنِهِمۡ يَعۡمَهُونَ
الله تعالی پر دوی مسخرې (ملنډې) وهي او دوی ته مهلت ورکوي چې په سرکښۍ کې به سرګردان (حیران) وي.

16 - Al-Baqarah (The Cow) - 016

أُوْلَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشۡتَرَوُاْ ٱلضَّلَٰلَةَ بِٱلۡهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَٰرَتُهُمۡ وَمَا كَانُواْ مُهۡتَدِينَ
دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې پېرلې (اخیستې) ده، نو هیڅ ګټه (فائده) ونه کړه سوداګرۍ د دوی او نه وو دوی لارموندونکي (حق ته).

17 - Al-Baqarah (The Cow) - 017

مَثَلُهُمۡ كَمَثَلِ ٱلَّذِي ٱسۡتَوۡقَدَ نَارٗا فَلَمَّآ أَضَآءَتۡ مَا حَوۡلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمۡ وَتَرَكَهُمۡ فِي ظُلُمَٰتٖ لَّا يُبۡصِرُونَ
د دوى (منافقانو) مثال داسې دى، لكه چې يو څوك اور بل كړي او چې كله (دغه اور) د هغه شاوخوا روښانه كړي، نو الله -تعالی- د دوى رڼا (د سترګو بينايي) یوسي او دوی په تیارو کې پرېږدي چې هېڅ نه ویني.

18 - Al-Baqarah (The Cow) - 018

صُمُّۢ بُكۡمٌ عُمۡيٞ فَهُمۡ لَا يَرۡجِعُونَ
(دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی بېرته (له ګمراهۍ څخه) نه را ګرځي.

19 - Al-Baqarah (The Cow) - 019

أَوۡ كَصَيِّبٖ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَٰتٞ وَرَعۡدٞ وَبَرۡقٞ يَجۡعَلُونَ أَصَٰبِعَهُمۡ فِيٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ ٱلصَّوَٰعِقِ حَذَرَ ٱلۡمَوۡتِۚ وَٱللَّهُ مُحِيطُۢ بِٱلۡكَٰفِرِينَ
يا د دوى مثال داسې دی لکه چې له اسمان نه شړكنده جړۍ (باران) اورېږي او له هغه سره تورې تيارې، تالنده او برېښنا هم وي، دوى (د تندر د ګړزار په اورېدلو) د مرګ له وېرې په غوږونو کې ګوتې ننباسي او الله تعالی د کافرانو را ګېروونکی دی.

20 - Al-Baqarah (The Cow) - 020

يَكَادُ ٱلۡبَرۡقُ يَخۡطَفُ أَبۡصَٰرَهُمۡۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوۡاْ فِيهِ وَإِذَآ أَظۡلَمَ عَلَيۡهِمۡ قَامُواْۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمۡعِهِمۡ وَأَبۡصَٰرِهِمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ
نږدې ده چې برېښنا په چټکۍ سره د دوی د سترګو رڼا یوسي، هر کله چې رڼا وکړي دوی ته نو مزل پکې وکړي او کله چې تیاره کړي په دوی نو هک پک ودرېږي او که چېرته د الله تعالی خوښه شي نو د دوی غوږونه او سترګې به یوسي (کاڼه او ړانده به یې کړي) بې شکه الله تعالی په هر څه قادر او برلاسی دی.

21 - Al-Baqarah (The Cow) - 021

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ
ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه).

22 - Al-Baqarah (The Cow) - 022

ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فِرَٰشٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ
هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري).

23 - Al-Baqarah (The Cow) - 023

وَإِن كُنتُمۡ فِي رَيۡبٖ مِّمَّا نَزَّلۡنَا عَلَىٰ عَبۡدِنَا فَأۡتُواْ بِسُورَةٖ مِّن مِّثۡلِهِۦ وَٱدۡعُواْ شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
او که چېرې تاسي د هغه څه (قرآن) په اړه په شک کې یاست، چې مونږ پر خپل بنده باندې نازل کړی دی نو تاسي د دې (سورت) په څېر یو سورت راوړئ او له الله تعالی پرته خپل ټول ګواهان (مشران) راوبلئ، که چېرې تاسي ریښتېني یاست.

24 - Al-Baqarah (The Cow) - 024

فَإِن لَّمۡ تَفۡعَلُواْ وَلَن تَفۡعَلُواْ فَٱتَّقُواْ ٱلنَّارَ ٱلَّتِي وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلۡحِجَارَةُۖ أُعِدَّتۡ لِلۡكَٰفِرِينَ
پس که چېرې مو دا کار ونه کړ او هېڅکله یې (هم) نه شئ کولای، نو پس وساتئ (ځانونه) له هغه اور څخه چې خس (خشاک) د هغې انسانان او تیږې (ګټې) دي، چې تیار کړی شوی دی (دا اور) د کافرانو لپاره.

25 - Al-Baqarah (The Cow) - 025

وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّـٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ جَنَّـٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۖ كُلَّمَا رُزِقُواْ مِنۡهَا مِن ثَمَرَةٖ رِّزۡقٗا قَالُواْ هَٰذَا ٱلَّذِي رُزِقۡنَا مِن قَبۡلُۖ وَأُتُواْ بِهِۦ مُتَشَٰبِهٗاۖ وَلَهُمۡ فِيهَآ أَزۡوَٰجٞ مُّطَهَّرَةٞۖ وَهُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ
او زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي.

26 - Al-Baqarah (The Cow) - 026

۞إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَسۡتَحۡيِۦٓ أَن يَضۡرِبَ مَثَلٗا مَّا بَعُوضَةٗ فَمَا فَوۡقَهَاۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ فَيَعۡلَمُونَ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّهِمۡۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلٗاۘ يُضِلُّ بِهِۦ كَثِيرٗا وَيَهۡدِي بِهِۦ كَثِيرٗاۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِۦٓ إِلَّا ٱلۡفَٰسِقِينَ
بېشکه الله تعالی (له دې) حیا نه کوي چې یو مثال (له مثالونو څخه) بیان کړي، که (هغه) د ماشي (مثال هم) وي او یا هم له دې پورته وي، پس هغه کسان دې چې ایمان یې راوړی دی نو پوهیږي چې دا مثال د دوی د رب له لوري حق دی او هغه کسان چې کافران شوي دي نو وايي (له ډیرې ناپوهۍ او عناد څخه) چې الله تعالی په دې مثال سره د څه شي اراده کړې ده، ګمراه کوي په دې (مثال) سره ډیر خلک او ډېرو ته په دې (مثال) سره سمه لاره ښايې او نه ګمراه کوي (الله) په دې (مثال) سره مګر فاسقان.

27 - Al-Baqarah (The Cow) - 027

ٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهۡدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعۡدِ مِيثَٰقِهِۦ وَيَقۡطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفۡسِدُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ أُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ
هغه خلك (فاسقان) چې د الله عهد له ټينګ تړون نه وروسته ماتوي او الله چې د كوم شي د پېوندولو امر كړيدى، هغه پرې کوي او په زمكه كې فساد خوروي، په حقيقت کې همدغه کسان (په دنیا او آخرت کې) زيانكاران دي.

28 - Al-Baqarah (The Cow) - 028

كَيۡفَ تَكۡفُرُونَ بِٱللَّهِ وَكُنتُمۡ أَمۡوَٰتٗا فَأَحۡيَٰكُمۡۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمۡ ثُمَّ يُحۡيِيكُمۡ ثُمَّ إِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ
تاسې څنګه پر الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې مړه وئ، بیا (الله) تاسې ژوندي کړئ (د روح په درکولو سره) بیا به (الله) تاسې مړه کړي، بیا به (الله) تاسې ژوندي کړي، (او په آخر کې به) بیا هغه ته ورستانه کړای شئ.

29 - Al-Baqarah (The Cow) - 029

هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَسَوَّىٰهُنَّ سَبۡعَ سَمَٰوَٰتٖۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ
الله هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې د زمکې ټول شیان پیدا کړي دي، بیا یې هسک (آسمان) ته پام وکړ، پس اووه آسمانونه یې برابر کړل او هغه (الله) پر هر څه باندې ښه عالم (پوه) دی.

30 - Al-Baqarah (The Cow) - 030

وَإِذۡ قَالَ رَبُّكَ لِلۡمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٞ فِي ٱلۡأَرۡضِ خَلِيفَةٗۖ قَالُوٓاْ أَتَجۡعَلُ فِيهَا مَن يُفۡسِدُ فِيهَا وَيَسۡفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحۡنُ نُسَبِّحُ بِحَمۡدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَۖ قَالَ إِنِّيٓ أَعۡلَمُ مَا لَا تَعۡلَمُونَ
او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې ستا پروردګار پرښتو ته وویل، چې بېشکه زه په زمکه کې د یوه خلیفه پیداکوونکی یم، نو پرښتو وویل: آیا ګرځوی (ټاکې) ته په زمکه کې هغه څوک چې په هغې کې به فساد کوي او (په ناحقه سره) به وینې تویوي، په داسې حال کې چې موږ ستا تسبیح او ثنا وایو او نسبت د پاکی کوو تاته، (الله) وویل: بېشکه زه په هغه څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ.

31 - Al-Baqarah (The Cow) - 031

وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلۡأَسۡمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمۡ عَلَى ٱلۡمَلَـٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِـُٔونِي بِأَسۡمَآءِ هَـٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
او (الله) آدم ته دټولو (ضروري شیانو) نومونه وښودل، بیا يې هغه ټول شیان پرښتو ته وړاندې کړل او ویې ویل ماته د دې شیانو نومونه راوښیئ که تاسې (په خپلې دغې وینا کې) ریښتیني یاست.

32 - Al-Baqarah (The Cow) - 032

قَالُواْ سُبۡحَٰنَكَ لَا عِلۡمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمۡتَنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡحَكِيمُ
پرښتو وویل، نسبت د پاکۍ کوو تاته (له ټولو عیبونو او اعتراضونو) موږ لره هیڅ علم نشته مګر د هغه څه چې تا موږ ته ښودلي، بېشکه ته هم ښه عالم او ښه د حکمت خاوند يې.

33 - Al-Baqarah (The Cow) - 033

قَالَ يَـٰٓـَٔادَمُ أَنۢبِئۡهُم بِأَسۡمَآئِهِمۡۖ فَلَمَّآ أَنۢبَأَهُم بِأَسۡمَآئِهِمۡ قَالَ أَلَمۡ أَقُل لَّكُمۡ إِنِّيٓ أَعۡلَمُ غَيۡبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَأَعۡلَمُ مَا تُبۡدُونَ وَمَا كُنتُمۡ تَكۡتُمُونَ
(الله) وویل، اې آدمه! خبر کړه دوی په نومونو د دې شیانو، نو کله چې آدم خبر ورکړ دوی ته په نومونو د هغو شیانو، (الله) وویل: آیا ما تاسې ته نه ؤ ویلي چې بېشکه زه پوهیږم په پټو شیانو د آسمانونو او زمکې او په هغو شیانو چې تاسې یې ښکاره کوئ او په هغو شیانو چې تاسې یې پټوئ (په زړونو کې).

34 - Al-Baqarah (The Cow) - 034

وَإِذۡ قُلۡنَا لِلۡمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسۡجُدُواْ لِأٓدَمَ فَسَجَدُوٓاْ إِلَّآ إِبۡلِيسَ أَبَىٰ وَٱسۡتَكۡبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ
او (یاد کړه اې محمده!) کله چې موږ پرښتو ته وویل چې آدم ته سجده وکړئ، پس دوی (ټولو) سجده وکړه، مګر (یوازې) ابلیس سرغړونه وکړه (له سجدی نه) او لويې يې وکړه او دی (له پخوا څخه د الله په علم کې) له کافرانو څخه ؤ.

35 - Al-Baqarah (The Cow) - 035

وَقُلۡنَا يَـٰٓـَٔادَمُ ٱسۡكُنۡ أَنتَ وَزَوۡجُكَ ٱلۡجَنَّةَ وَكُلَا مِنۡهَا رَغَدًا حَيۡثُ شِئۡتُمَا وَلَا تَقۡرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ
او موږ وویل، اې آدمه! ته او مېرمن دې په جنت کې میشت شئ او د جنت له میوو څخه وخورئ (څه چې مو زړه غواړي) پریمانه او چېرته مو چې خوښه وي او دې ونې ته (د خوړلو لپاره) مه نږدې کېږئ نو (که نږدې شوئ) د ظالمانو له ډلې به شئ.

36 - Al-Baqarah (The Cow) - 036

فَأَزَلَّهُمَا ٱلشَّيۡطَٰنُ عَنۡهَا فَأَخۡرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِۖ وَقُلۡنَا ٱهۡبِطُواْ بَعۡضُكُمۡ لِبَعۡضٍ عَدُوّٞۖ وَلَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُسۡتَقَرّٞ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٖ
پس شیطان دوی دواړه له جنته وښویول، نو ویې ایستل دواړه له هغه (عزت او راحت) څخه چې دوی پکې وو او موږ وویل چې (له جنته زمکې ته) ښکته شئ، په داسې حال کې چې ستاسې ځينې به له ځینې نورو سره دښمنان وي او شته تاسې ته په زمکه کې ځای د هستوګنې او اسباب د ګټې (فائدی) اخستلو تر یوه وخته پورې (چې اجل یا قیامت دی).

37 - Al-Baqarah (The Cow) - 037

فَتَلَقَّىٰٓ ءَادَمُ مِن رَّبِّهِۦ كَلِمَٰتٖ فَتَابَ عَلَيۡهِۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ
پس آدم له خپل پروردګاره څو کلمې زده کړې، نو په هغو یې (الله ته) رجوع وکړه (په رحمت سره) بېشکه هغه (الله) ښه توبه قبلوونکی (او) رحیم دی.

38 - Al-Baqarah (The Cow) - 038

قُلۡنَا ٱهۡبِطُواْ مِنۡهَا جَمِيعٗاۖ فَإِمَّا يَأۡتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدٗى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ
(بیا) موږ وویل، چې ټول له جنته کوز شئ، کله چې تاسې ته زما له لوري كوم هدايت ورسېږي، نو څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، نو پر هغوی به هیڅ وېره نه وي او نه به غمجن کېږي.

39 - Al-Baqarah (The Cow) - 039

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَآ أُوْلَـٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ
او هغه کسان چې کافران شول او زموږ آیاتونه یې دروغ وګڼل، هم دغه کسان د اور (دوزخ) څښتنان دی او هم دوی به په هغه (اور د دوزخ) کې همېشه وي.

40 - Al-Baqarah (The Cow) - 040

يَٰبَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتِيَ ٱلَّتِيٓ أَنۡعَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ وَأَوۡفُواْ بِعَهۡدِيٓ أُوفِ بِعَهۡدِكُمۡ وَإِيَّـٰيَ فَٱرۡهَبُونِ
اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! یاد کړئ زما هغه نعمت چې پر تاسو مې انعام کړی دی او وفا وکړئ زما پر وعدې (په متابعت د نبي کې) نو زه به هم وفا وکړم ستاسو پر وعدو (جنت ته په ننویستلو) او خاص له ما څخه ووېرېږئ.

41 - Al-Baqarah (The Cow) - 041

وَءَامِنُواْ بِمَآ أَنزَلۡتُ مُصَدِّقٗا لِّمَا مَعَكُمۡ وَلَا تَكُونُوٓاْ أَوَّلَ كَافِرِۭ بِهِۦۖ وَلَا تَشۡتَرُواْ بِـَٔايَٰتِي ثَمَنٗا قَلِيلٗا وَإِيَّـٰيَ فَٱتَّقُونِ
او پر هغه (کتاب) ایمان راوړئ چې ما نازل کړی دی، تصدیق کوونکی د هغه (کتاب) دی چې تاسې سره دی او تر ټولو وړاندې په دې (قرآن) مه کافر کېږئ او زما آیاتونه په لږه بیه مه پلورئ او خاص له مانه ووېرېږئ!

42 - Al-Baqarah (The Cow) - 042

وَلَا تَلۡبِسُواْ ٱلۡحَقَّ بِٱلۡبَٰطِلِ وَتَكۡتُمُواْ ٱلۡحَقَّ وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ
او حق پر باطل مه پوښئ او حق مه پټوئ په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ (چې دا حق دی).

43 - Al-Baqarah (The Cow) - 043

وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرۡكَعُواْ مَعَ ٱلرَّـٰكِعِينَ
او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو) سره رکوع وکړئ.

44 - Al-Baqarah (The Cow) - 044

۞أَتَأۡمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلۡبِرِّ وَتَنسَوۡنَ أَنفُسَكُمۡ وَأَنتُمۡ تَتۡلُونَ ٱلۡكِتَٰبَۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ
آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟

45 - Al-Baqarah (The Cow) - 045

وَٱسۡتَعِينُواْ بِٱلصَّبۡرِ وَٱلصَّلَوٰةِۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى ٱلۡخَٰشِعِينَ
په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ او په تحقیق سره لمونځ ډېر دروند دې مګر (نه دی دروند) په عاجزي کوونکو.

46 - Al-Baqarah (The Cow) - 046

ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُواْ رَبِّهِمۡ وَأَنَّهُمۡ إِلَيۡهِ رَٰجِعُونَ
هغه کسان چې باور لري په دې چې بېشکه هغوی له خپل پروردګار سره مخامخ کېدونکي دي او په تحقیق دوی هم هغه (الله) ته (په آخرت کې) ورستنېدوکي دي.

47 - Al-Baqarah (The Cow) - 047

يَٰبَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتِيَ ٱلَّتِيٓ أَنۡعَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ وَأَنِّي فَضَّلۡتُكُمۡ عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ
ای بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! زما هغه نعمت یاد کړئ چې ما پر تاسې پېرزو کړی دی او دا چې د نړۍ پر ټولو امتونو مې تاسې ته فضيلت دركړى وْ.

48 - Al-Baqarah (The Cow) - 048

وَٱتَّقُواْ يَوۡمٗا لَّا تَجۡزِي نَفۡسٌ عَن نَّفۡسٖ شَيۡـٔٗا وَلَا يُقۡبَلُ مِنۡهَا شَفَٰعَةٞ وَلَا يُؤۡخَذُ مِنۡهَا عَدۡلٞ وَلَا هُمۡ يُنصَرُونَ
او د هغې ورځې (له عذاب) څخه ووېرېږئ چې هیڅ نفس به له بل (کافر) نفس څخه هیڅ شی نه شي لرې کولی او نه به دهغه نفس په اړه شفاعت (سپارښتنه) منل کېږي او نه به له هغه څخه فدیه قبلېږي او نه به له هغوی (کافرو او ګناه کوونکو سره) له كوم لوري مرسته وكړاى شي.

49 - Al-Baqarah (The Cow) - 049

وَإِذۡ نَجَّيۡنَٰكُم مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَسُومُونَكُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبۡنَآءَكُمۡ وَيَسۡتَحۡيُونَ نِسَآءَكُمۡۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَآءٞ مِّن رَّبِّكُمۡ عَظِيمٞ
او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ تاسي وژغورلۍ له فرعونیانو څخه چې تاسي ته به یې سخت عذاب درکولو، ستاسي زامن به یې حلالول او ستاسي ښځې (لوڼې) به یې (دخدمت لپاره) ژوندۍ پرېښودلې او په دې کې ستاسې د رب له لوري پر تاسي لوی ازمیښت ؤ.

50 - Al-Baqarah (The Cow) - 050

وَإِذۡ فَرَقۡنَا بِكُمُ ٱلۡبَحۡرَ فَأَنجَيۡنَٰكُمۡ وَأَغۡرَقۡنَآ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ وَأَنتُمۡ تَنظُرُونَ
او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسي لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسي ورته کتل.

51 - Al-Baqarah (The Cow) - 051

وَإِذۡ وَٰعَدۡنَا مُوسَىٰٓ أَرۡبَعِينَ لَيۡلَةٗ ثُمَّ ٱتَّخَذۡتُمُ ٱلۡعِجۡلَ مِنۢ بَعۡدِهِۦ وَأَنتُمۡ ظَٰلِمُونَ
او هغه وخت چې وعده کړې وه موږ له موسی علیه السلام سره څلويښت شپې، بیا تاسي خوسی ونیوه (معبود) پس له (تللو) د موسی علیه السلام (طور ته) او تاسې ظالمان وئ.

52 - Al-Baqarah (The Cow) - 052

ثُمَّ عَفَوۡنَا عَنكُم مِّنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ
بیا موږ تاسي ته بخښنه وکړه وروسته له هغې (د خوسي له عبادت څخه) تر څو تاسي (د الله) شکر وباسئ.

53 - Al-Baqarah (The Cow) - 053

وَإِذۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡفُرۡقَانَ لَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ
او (یاد کړئ!) هغه وخت چې ورکړی ؤ موږ موسی علیه السلام ته کتاب (تورات) او بېلونکی (د حق او باطل) د دې لپاره چې تاسي سمه لار ومومئ.

54 - Al-Baqarah (The Cow) - 054

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ يَٰقَوۡمِ إِنَّكُمۡ ظَلَمۡتُمۡ أَنفُسَكُم بِٱتِّخَاذِكُمُ ٱلۡعِجۡلَ فَتُوبُوٓاْ إِلَىٰ بَارِئِكُمۡ فَٱقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ عِندَ بَارِئِكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ
او هغه وخت (در یاد کړئ) چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه! بېشکه تاسي پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، په سبب د نیولو د خوسي لره (په خدايۍ سره) پس توبه وباسئ خپل خالق ته او خپل ځانونه ووژنئ، همدا کار (ځان وژنه) ستاسو د خالق پر وړاندې تاسو لپاره غوره دی، پس (الله) ستاسي توبه قبوله کړه، بېشکه هغه ښه توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دی.

55 - Al-Baqarah (The Cow) - 055

وَإِذۡ قُلۡتُمۡ يَٰمُوسَىٰ لَن نُّؤۡمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهۡرَةٗ فَأَخَذَتۡكُمُ ٱلصَّـٰعِقَةُ وَأَنتُمۡ تَنظُرُونَ
او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې څرګنده الله ونه وینو، پس تاسي تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسي (ورته) کتل.

56 - Al-Baqarah (The Cow) - 056

ثُمَّ بَعَثۡنَٰكُم مِّنۢ بَعۡدِ مَوۡتِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ
پس بيا موږ ستاسي له مړينې وروسته راپاڅولئ، د دې لپاره چې تاسي شکر وباسئ.

57 - Al-Baqarah (The Cow) - 057

وَظَلَّلۡنَا عَلَيۡكُمُ ٱلۡغَمَامَ وَأَنزَلۡنَا عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَنَّ وَٱلسَّلۡوَىٰۖ كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ
او (هغه مهال) موږ وریځ پر تاسي سیوری کړه او تاسي ته مو ترنجبین او مړزان نازل کړي وو، وخورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ تاسو ته روزي کړي دي نو هغوی پر موږ ظلم نه ؤ کړی، بلکې پر خپلو نفسونو (ځانونو) یې ظلم کولو.

58 - Al-Baqarah (The Cow) - 058

وَإِذۡ قُلۡنَا ٱدۡخُلُواْ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةَ فَكُلُواْ مِنۡهَا حَيۡثُ شِئۡتُمۡ رَغَدٗا وَٱدۡخُلُواْ ٱلۡبَابَ سُجَّدٗا وَقُولُواْ حِطَّةٞ نَّغۡفِرۡ لَكُمۡ خَطَٰيَٰكُمۡۚ وَسَنَزِيدُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ (بني اسرائیلو ته) وویل، چې دې کلي ته ننوځئ، پس هرڅه مو چې زړه غواړي هغه پرېمانه وخورئ او سجده کوونکي په دروازه (د دې ښار) ننوځئ او ووایئ: حطة (اې ربه! موږ ته بخښنه وکړه) چې ستاسې ګناهونه وبخښو او پر نېکانو به زیات (اجر) پېرزو کړو.

59 - Al-Baqarah (The Cow) - 059

فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ قَوۡلًا غَيۡرَ ٱلَّذِي قِيلَ لَهُمۡ فَأَنزَلۡنَا عَلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ رِجۡزٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ
پس هغو کسانو چې ظلم يې کړی ‌و خبره په بل شان بدله کړه له هغې خبرې څخه کومه چې دوی ته شوې وه، نو نازل کړ موږ پر هغو کسانو چې ظلم يې کړی و عذاب له (طرفه) د اسمانه په سبب د دې چې دوی به (د الله له فرمانه) سرغړونه کوله.

60 - Al-Baqarah (The Cow) - 060

۞وَإِذِ ٱسۡتَسۡقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ فَقُلۡنَا ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡحَجَرَۖ فَٱنفَجَرَتۡ مِنۡهُ ٱثۡنَتَا عَشۡرَةَ عَيۡنٗاۖ قَدۡ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٖ مَّشۡرَبَهُمۡۖ كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ مِن رِّزۡقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعۡثَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُفۡسِدِينَ
او (یاد کړئ) هغه وخت چې موسی -علیه السلام- خپل قوم لپاره د اوبو غوښتنه وکړه (په میدان د تیه کې) پس موږ وویل (موسی -علیه السلام- ته) چې په خپلې همسا تېږه (ګټه) ووهه، (نو چې ويې وهله) پس روانی شوی له هغې تېږې (ګټی) څخه دولس چېنې، په تحقیق سره هر قوم د خپلو اوبو څښلو ځای وپېژنده (وویل موږ) خورئ او څښئ د الله له روزۍ څخه او مه تېرېږئ له حده په زمکه کې حال دا چې ورانی کوونکی اوسئ تاسي.

61 - Al-Baqarah (The Cow) - 061

وَإِذۡ قُلۡتُمۡ يَٰمُوسَىٰ لَن نَّصۡبِرَ عَلَىٰ طَعَامٖ وَٰحِدٖ فَٱدۡعُ لَنَا رَبَّكَ يُخۡرِجۡ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلۡأَرۡضُ مِنۢ بَقۡلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَاۖ قَالَ أَتَسۡتَبۡدِلُونَ ٱلَّذِي هُوَ أَدۡنَىٰ بِٱلَّذِي هُوَ خَيۡرٌۚ ٱهۡبِطُواْ مِصۡرٗا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلۡتُمۡۗ وَضُرِبَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلذِّلَّةُ وَٱلۡمَسۡكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٖ مِّنَ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَانُواْ يَكۡفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقۡتُلُونَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ
او (یاد کړئ) هغه وخت چې وویل تاسي ای موسی علیه السلام! موږ پر یو طعام صبر نه شو کولای، له خپل رب نه دې وغواړه چې موږ ته د زمکې هغه حاصلات راوباسي (لکه)، تره، بادرنګ، غنم، دال او پياز، نو وویل (موسی علیه السلام) آیا بدلوئ تاسي هغه شی چې ناکاره دي په هغه څه چې ډیر غوره دی. (نو اوس) کوز شئ یوه ښار ته پس بېشکه ستاسي لپاره هغه څه دي چې غوښتنه يې کوئ او مقرر کړی شو پر دوی ذلت او محتاجي او اخته شول دوی په غضب د الله، دا په سبب د دې چې دوی د الله په آیاتونو کفر کولو او په ناحقه به یې پیغمبران وژل، دا (کفر او قتل) په دې سبب ؤ چې سرکشي يې کوله او وو دوی چې له حدودو به تېرېدل.

62 - Al-Baqarah (The Cow) - 062

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَٱلَّذِينَ هَادُواْ وَٱلنَّصَٰرَىٰ وَٱلصَّـٰبِـِٔينَ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَلَهُمۡ أَجۡرُهُمۡ عِندَ رَبِّهِمۡ وَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ
بې له شکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې یهودان شوي دي او نصرانیان او بی دینان دي، هر څوک چې (د دوی له ډلې) پر الله او د قیامت پر ورځ ایمان راوړي او (له محمدي شریعت سر سم) نیک عمل و کړي، نو د دوی لپاره به د دوی د رب (پالونکي) په نزد اجر (ثواب) وي، او نه به وي (هیڅ قسم) ویره پر دوی باندې او نه به دوی خپه کېږي.

63 - Al-Baqarah (The Cow) - 063

وَإِذۡ أَخَذۡنَا مِيثَٰقَكُمۡ وَرَفَعۡنَا فَوۡقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُواْ مَآ ءَاتَيۡنَٰكُم بِقُوَّةٖ وَٱذۡكُرُواْ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ
او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ له تاسي څخه ټینګه وعده واخیسته او پورته کړ موږ په سر تاسې د طور (غر)، واخلئ هغه څه (احکام) چې درکړي دي موږ تاسي ته په ښه کوښښ سره او یاد کړئ هغه (احکام) چې په هغه کې دي، ښایي چې تاسې ځانونه وساتئ.

64 - Al-Baqarah (The Cow) - 064

ثُمَّ تَوَلَّيۡتُم مِّنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَۖ فَلَوۡلَا فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَرَحۡمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ
له هغه وروسته تاسي واوښتئ، نو که چېرې د الله فضل او د هغه رحمت پر تاسو نه وی نو هرومرو (خامخا) به تاسو له زیانکارانو څخه وای.

65 - Al-Baqarah (The Cow) - 065

وَلَقَدۡ عَلِمۡتُمُ ٱلَّذِينَ ٱعۡتَدَوۡاْ مِنكُمۡ فِي ٱلسَّبۡتِ فَقُلۡنَا لَهُمۡ كُونُواْ قِرَدَةً خَٰسِـِٔينَ
او په تحقیق سره تاسي هغه کسان ښه پېژندلي وو چې تجاوز يې کړی ؤ ستاسي له ډلې څخه (د کبانو په ښکار) د شنبې (په ورځ) نو موږ دوی ته وویل چې ذلیله بیزوګان شئ.

66 - Al-Baqarah (The Cow) - 066

فَجَعَلۡنَٰهَا نَكَٰلٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهَا وَمَا خَلۡفَهَا وَمَوۡعِظَةٗ لِّلۡمُتَّقِينَ
نو وګرځاوه مونږ دا (عقوبت او مسخه کول) عبرت لپاره د هغو خلکو چې حاضر وو او د هغو لپاره چې وروسته راځي او پند دی پرهیزګارانو لره.

67 - Al-Baqarah (The Cow) - 067

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تَذۡبَحُواْ بَقَرَةٗۖ قَالُوٓاْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوٗاۖ قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنۡ أَكُونَ مِنَ ٱلۡجَٰهِلِينَ
او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موسی علیه السلام خپل قوم ته وویل: بیشکه الله امر کوي تاسي ته چې یوه غوا حلاله کړئ (بني اسرائیلو) وویل: آیا ته په موږ ملنډې وهې؟ (موسی علیه السلام) وویل: زه له دېنه الله ته پناه وروړم چې له ناپوهانو څخه شم.

68 - Al-Baqarah (The Cow) - 068

قَالُواْ ٱدۡعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٞ لَّا فَارِضٞ وَلَا بِكۡرٌ عَوَانُۢ بَيۡنَ ذَٰلِكَۖ فَٱفۡعَلُواْ مَا تُؤۡمَرُونَ
وویل (بني اسرايېلو) چې وغواړه مونږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړي موږ ته چې هغه غوا څنګه ده؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله جل جلاله وایي هغه یوه غوا ده چې نه ډیره زړه ده او نه ډیره ځوانه، میانه حاله ده په منځ د دغو کې پس هغه څه وکړئ چې امر درته شوی دی.

69 - Al-Baqarah (The Cow) - 069

قَالُواْ ٱدۡعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوۡنُهَاۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٞ صَفۡرَآءُ فَاقِعٞ لَّوۡنُهَا تَسُرُّ ٱلنَّـٰظِرِينَ
(بني اسرائیلو) وویل: وغواړه (ای موسی علیه السلام) موږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړی موږ ته چې رنګ یې څه شان دی؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله وایې: هغه یوه زېړه غوا ده چې رنګ یې ډېر روښانه دی او لیدونکي خوشحالوي.

70 - Al-Baqarah (The Cow) - 070

قَالُواْ ٱدۡعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَ إِنَّ ٱلۡبَقَرَ تَشَٰبَهَ عَلَيۡنَا وَإِنَّآ إِن شَآءَ ٱللَّهُ لَمُهۡتَدُونَ
(بني اسرائیلو) وویل: له خپل پروردګاره وغواړه چې بیان کړي موږ ته چې څه قسم ده دغه غوا؟ بېشکه غوا موږ په شک کې اچولي یو، او که د

Scroll to Top