يوسف

 

Yusuf

 

Joseph

1 - Yusuf (Joseph) - 001

الٓرۚ تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ
الر،[1] دا د واضح كتاب آیتونه دي.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

2 - Yusuf (Joseph) - 002

إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ قُرۡءَٰنًا عَرَبِيّٗا لَّعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ
بې شكه هغه مو يو عربي قرآن نازل كړى چې تاسو پوه شئ.

3 - Yusuf (Joseph) - 003

نَحۡنُ نَقُصُّ عَلَيۡكَ أَحۡسَنَ ٱلۡقَصَصِ بِمَآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ وَإِن كُنتَ مِن قَبۡلِهِۦ لَمِنَ ٱلۡغَٰفِلِينَ
موږ پر تا له ټولو ښایسته كيسه بيانوو، په دې چې تاته مو دا قرآن وحي كړى دى او بې شكه له دې مخكې خو ته له ناخبرو څخه وي.

4 - Yusuf (Joseph) - 004

إِذۡ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَـٰٓأَبَتِ إِنِّي رَأَيۡتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوۡكَبٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ رَأَيۡتُهُمۡ لِي سَٰجِدِينَ
كله چې يوسف (علیه السلام) خپل پلار ته وويل: زما پلار جانه! ما په خوب كې وليدل چې يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ما ته سجده كوونكي وي.

5 - Yusuf (Joseph) - 005

قَالَ يَٰبُنَيَّ لَا تَقۡصُصۡ رُءۡيَاكَ عَلَىٰٓ إِخۡوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيۡدًاۖ إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ لِلۡإِنسَٰنِ عَدُوّٞ مُّبِينٞ
ويلې اې بچیه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه، بيا به تاته څه چل جوړ كړي، بې شکه شيطان د انسان يو څرګند غليم (دښمن) دى.

6 - Yusuf (Joseph) - 006

وَكَذَٰلِكَ يَجۡتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأۡوِيلِ ٱلۡأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكَ وَعَلَىٰٓ ءَالِ يَعۡقُوبَ كَمَآ أَتَمَّهَا عَلَىٰٓ أَبَوَيۡكَ مِن قَبۡلُ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٞ
او همداسې به دې خپل رب غوره كړي او تاته به (اصل واقعيت ته) د خبرو ورګرځول وښايي او خپل نعمت به پر تا او د يعقوب (علیه السلام) پر ټبر پوره كړي لكه چې مخكې يې ستا په دوو پلرونو ابراهيم او اسحاق (علیهما السلام) پوره كړى و، بې شكه ستا رب پوه ځيرک دى.

7 - Yusuf (Joseph) - 007

۞لَّقَدۡ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخۡوَتِهِۦٓ ءَايَٰتٞ لِّلسَّآئِلِينَ
خامخا په يوسف (علیه السلام) او ورونو كې يې د پوښتنو کوونكو لپاره (ډېرې) نښانې دي.

8 - Yusuf (Joseph) - 008

إِذۡ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰٓ أَبِينَا مِنَّا وَنَحۡنُ عُصۡبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ
كله چې ورونو یې وويل: بې شکه زموږ پلار ته يوسف (علیه السلام) او ورور يې تر موږ ډېر ګران دي حال دا چې موږ يوه پوره ډله يو، بې شكه زموږ پلار په ښكاره خطا كې دى.

9 - Yusuf (Joseph) - 009

ٱقۡتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ ٱطۡرَحُوهُ أَرۡضٗا يَخۡلُ لَكُمۡ وَجۡهُ أَبِيكُمۡ وَتَكُونُواْ مِنۢ بَعۡدِهِۦ قَوۡمٗا صَٰلِحِينَ
يوسف ووژنئ يا يې په كومه ځمكه وغورځوئ چې د پلار توجه مو درته ځانګړې شي او له دې وروسته به بېرته سم نېكان خلک شئ.

10 - Yusuf (Joseph) - 010

قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ لَا تَقۡتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلۡقُوهُ فِي غَيَٰبَتِ ٱلۡجُبِّ يَلۡتَقِطۡهُ بَعۡضُ ٱلسَّيَّارَةِ إِن كُنتُمۡ فَٰعِلِينَ
له دوى څخه يو ويونكي وويل: يوسف مه وژنئ، او په كوم تياره كوهي كې وغورځوئ، څوک تلونكى كاروان به يې راواخلي که چېرې څه کوونکي یاست.

11 - Yusuf (Joseph) - 011

قَالُواْ يَـٰٓأَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأۡمَ۬نَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُۥ لَنَٰصِحُونَ
وويلې دوی ای زموږ پلاره! څه خبره ده چې د يوسف په هكله باور راباندې نه كوې، حال دا چې بې شکه موږ د هغه خواخوږي يو.

12 - Yusuf (Joseph) - 012

أَرۡسِلۡهُ مَعَنَا غَدٗا يَرۡتَعۡ وَيَلۡعَبۡ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ
سبا يې موږ سره واستوه چې مېوې وخوري او لوبي وكړي او موږ خو حتماً د هغه ساتونكي يو.

13 - Yusuf (Joseph) - 013

قَالَ إِنِّي لَيَحۡزُنُنِيٓ أَن تَذۡهَبُواْ بِهِۦ وَأَخَافُ أَن يَأۡكُلَهُ ٱلذِّئۡبُ وَأَنتُمۡ عَنۡهُ غَٰفِلُونَ
وويلې (یعقوب علیه السلام): دا مې اندېښمنوي چې تاسو يې بوځئ او وېرېږم چې لېوه به يې وخوري او تاسي به ترې غافل ياست.

14 - Yusuf (Joseph) - 014

قَالُواْ لَئِنۡ أَكَلَهُ ٱلذِّئۡبُ وَنَحۡنُ عُصۡبَةٌ إِنَّآ إِذٗا لَّخَٰسِرُونَ
دوى ويل: كه لېوه يې را څخه وخوري حال دا چې موږ يوه قوي ډله يو نو بيا خو به موږ خامخا تاوانيان يو.

15 - Yusuf (Joseph) - 015

فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِۦ وَأَجۡمَعُوٓاْ أَن يَجۡعَلُوهُ فِي غَيَٰبَتِ ٱلۡجُبِّۚ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمۡرِهِمۡ هَٰذَا وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ
نو كله يې چې له ځان سره بوتللو او اتفاق يې سره وكړو چې كوم تياره كوهي كې يې وغورځوي نو موږ يوسف ته وحي وكړه چې خامخا به (يوه ورځ) دوى ته دا كار ور په زړه كړي او دوى به نه پوهيږي.

16 - Yusuf (Joseph) - 016

وَجَآءُوٓ أَبَاهُمۡ عِشَآءٗ يَبۡكُونَ
او ماښام پلار ته په ژړا راغلل.

17 - Yusuf (Joseph) - 017

قَالُواْ يَـٰٓأَبَانَآ إِنَّا ذَهَبۡنَا نَسۡتَبِقُ وَتَرَكۡنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَٰعِنَا فَأَكَلَهُ ٱلذِّئۡبُۖ وَمَآ أَنتَ بِمُؤۡمِنٖ لَّنَا وَلَوۡ كُنَّا صَٰدِقِينَ
دوی وویلې اې زموږ پلاره! موږ لاړو د منډو سيالي مو سره كوله او يوسف مو خپل سامان سره پرېښود، نو لېوه وخوړ او ته زموږ په خبره باور كوونكى نه يې كه څه هم موږ ریښتيني اوسو.

18 - Yusuf (Joseph) - 018

وَجَآءُو عَلَىٰ قَمِيصِهِۦ بِدَمٖ كَذِبٖۚ قَالَ بَلۡ سَوَّلَتۡ لَكُمۡ أَنفُسُكُمۡ أَمۡرٗاۖ فَصَبۡرٞ جَمِيلٞۖ وَٱللَّهُ ٱلۡمُسۡتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ
او هغوى د يوسف كميس د دروغو په وينه لړلى له ځانه سره راوړى و. د دې په اورېدلو د هغوی پلار وويل: بلكې ستاسي نفس تاسي لپاره يو لوى كار آسانه كړ، ښه نو صبر به وكړم او په ښه شان به يې وكړم، كومه خبره چې تاسي غوټه كوئ پر هغې له الله نه مرسته غوښتل كيداى شى.

19 - Yusuf (Joseph) - 019

وَجَآءَتۡ سَيَّارَةٞ فَأَرۡسَلُواْ وَارِدَهُمۡ فَأَدۡلَىٰ دَلۡوَهُۥۖ قَالَ يَٰبُشۡرَىٰ هَٰذَا غُلَٰمٞۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَٰعَةٗۚ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِمَا يَعۡمَلُونَ
او يو كاروان راغى او خپل اوبه راوړونكى يې ولېږلو نو چې خپله بوكه يې وغورځوله، ويلې ای زېرۍ! دا دى هلک! او د سوداګرۍ مال يې وګاڼه او پټ يې كړ، حال دا چې دوى څه كول الله ډېر ښه ورباندې پوه و.

20 - Yusuf (Joseph) - 020

وَشَرَوۡهُ بِثَمَنِۭ بَخۡسٖ دَرَٰهِمَ مَعۡدُودَةٖ وَكَانُواْ فِيهِ مِنَ ٱلزَّـٰهِدِينَ
بيا يې په كمه بيه د شمار په څو روپو خرڅ كړ، او هغوى د ده په هكله بې رغبته وو.

21 - Yusuf (Joseph) - 021

وَقَالَ ٱلَّذِي ٱشۡتَرَىٰهُ مِن مِّصۡرَ لِٱمۡرَأَتِهِۦٓ أَكۡرِمِي مَثۡوَىٰهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوۡ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدٗاۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلِنُعَلِّمَهُۥ مِن تَأۡوِيلِ ٱلۡأَحَادِيثِۚ وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمۡرِهِۦ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ
او د مصر هغه سړي چې دى يې واخيستلو، خپلې مېرمنې ته وويل: د ده د ځاى عزت ساته، ښايې ګټه راورسوي، يا به يې په زوي ولۍ ونيسو او همدا شان مو په هغه ځمكه كې يوسف ته ځاى ورکړ، او دا چې د خبرو ورګرځولو (واقعي حالت ته) څه ور زده كړو او الله پر خپل كار برلاسى دى خو زياتره خلک نه پوهيږي.

22 - Yusuf (Joseph) - 022

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥٓ ءَاتَيۡنَٰهُ حُكۡمٗا وَعِلۡمٗاۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
او كله چې هغه پوره ځوانۍ ته ورسېد نو موږ حكم او علم وركړ او نېكانو ته په همدې ډول بدله وركوو.

23 - Yusuf (Joseph) - 023

وَرَٰوَدَتۡهُ ٱلَّتِي هُوَ فِي بَيۡتِهَا عَن نَّفۡسِهِۦ وَغَلَّقَتِ ٱلۡأَبۡوَٰبَ وَقَالَتۡ هَيۡتَ لَكَۚ قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِۖ إِنَّهُۥ رَبِّيٓ أَحۡسَنَ مَثۡوَايَۖ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلظَّـٰلِمُونَ
او هغې ښځې چې دى يې په كور كې اوسېده په چل ول خپل لور ته د هغه توجه راګرځوله او ورونه (دروازې) يې کلک وتړل او ويې ويل: زما خواته راشه، هغه وويل: په الله پورې پناه غواړم، زما رب خو ما ته ښه قدر او منزلت راكړى، په حقيقت كې داسې ظالمان برى نشي موندلى.

24 - Yusuf (Joseph) - 024

وَلَقَدۡ هَمَّتۡ بِهِۦۖ وَهَمَّ بِهَا لَوۡلَآ أَن رَّءَا بُرۡهَٰنَ رَبِّهِۦۚ كَذَٰلِكَ لِنَصۡرِفَ عَنۡهُ ٱلسُّوٓءَ وَٱلۡفَحۡشَآءَۚ إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُخۡلَصِينَ
او خامخا ده ته ورمخكې شوه او دى به هم ورمخكې شوى واى كه د خپل رب څرګند دليل يې نه وى ليدلى، همداسې وشو، تر څو له هغه نه بدي او بې حيايي واړوو، بې شکه هغه زموږ له غوره شویو بندګانو څخه و.

25 - Yusuf (Joseph) - 025

وَٱسۡتَبَقَا ٱلۡبَابَ وَقَدَّتۡ قَمِيصَهُۥ مِن دُبُرٖ وَأَلۡفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا ٱلۡبَابِۚ قَالَتۡ مَا جَزَآءُ مَنۡ أَرَادَ بِأَهۡلِكَ سُوٓءًا إِلَّآ أَن يُسۡجَنَ أَوۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ
او دواړو دروازې ته سره منډې کړلې او هغې له څټه د ده كميس ورڅيرې كړ، او په وره (دروازه) كې دواړو د هغې خاوند بياموند، ښځې وويل: د هغه چا سزا څه ده چې ستا كورنۍ ته يې د بدۍ اراده كړې وي، پرته له دې چې بندي شي يا دردناک عذاب وي.

26 - Yusuf (Joseph) - 026

قَالَ هِيَ رَٰوَدَتۡنِي عَن نَّفۡسِيۚ وَشَهِدَ شَاهِدٞ مِّنۡ أَهۡلِهَآ إِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن قُبُلٖ فَصَدَقَتۡ وَهُوَ مِنَ ٱلۡكَٰذِبِينَ
يوسف وويل: دې خپله ماته د ځان ست وكړ او د همدې له ټبره يو چا شاهدي وركړه چې كه د هغه كميس له مخې نه شلېدلى وي نو ښځې رښتيا ويلي او دى له دروغجنو څخه دى.

27 - Yusuf (Joseph) - 027

وَإِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٖ فَكَذَبَتۡ وَهُوَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ
او كه چېرې كميس يې له څټه شلېدلى وي نو هغې دروغ ويلي او دى له ریښتينو دى.

28 - Yusuf (Joseph) - 028

فَلَمَّا رَءَا قَمِيصَهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٖ قَالَ إِنَّهُۥ مِن كَيۡدِكُنَّۖ إِنَّ كَيۡدَكُنَّ عَظِيمٞ
نو كله چې كميس يې له څټه شلېدلى وليد، وېلې بې شكه دا هم ستاسو د ښځو مكرونه دي، بې شکه ستاسي فريب ډېر لوى دى.

29 - Yusuf (Joseph) - 029

يُوسُفُ أَعۡرِضۡ عَنۡ هَٰذَاۚ وَٱسۡتَغۡفِرِي لِذَنۢبِكِۖ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ ٱلۡخَاطِـِٔينَ
يوسفه! له دې خبرې تېر شه، او (ای ښځې!) ته د خپلې ګناه بخښنه وغواړه، بې شکه همدا ته خطا كاره يې.

30 - Yusuf (Joseph) - 030

۞وَقَالَ نِسۡوَةٞ فِي ٱلۡمَدِينَةِ ٱمۡرَأَتُ ٱلۡعَزِيزِ تُرَٰوِدُ فَتَىٰهَا عَن نَّفۡسِهِۦۖ قَدۡ شَغَفَهَا حُبًّاۖ إِنَّا لَنَرَىٰهَا فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ
او په ښار كې ښځو وويل: د عزيز مېرمن په خپل زلمي غلام پسې شوې او د هغه مينې يې زړه ورسورى كړى، موږ خو هغه يقيناً په ښكاره بې لاريتوب كې وينو.

31 - Yusuf (Joseph) - 031

فَلَمَّا سَمِعَتۡ بِمَكۡرِهِنَّ أَرۡسَلَتۡ إِلَيۡهِنَّ وَأَعۡتَدَتۡ لَهُنَّ مُتَّكَـٔٗا وَءَاتَتۡ كُلَّ وَٰحِدَةٖ مِّنۡهُنَّ سِكِّينٗا وَقَالَتِ ٱخۡرُجۡ عَلَيۡهِنَّۖ فَلَمَّا رَأَيۡنَهُۥٓ أَكۡبَرۡنَهُۥ وَقَطَّعۡنَ أَيۡدِيَهُنَّ وَقُلۡنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا مَلَكٞ كَرِيمٞ
نو كله چې د هغوى مكر (غيبت) يې واورېدلو، استازى يې ورواستولو او يو مجلس (د مېلمستيا) يې ورته چمتو كړ، او د هغوى هرې يوې ته يې يو چاكو وركړ، او بيا يې (يوسف ته) وويل: چې هغوى ته راووځه، نو كله چې وليدو، ډېر لوى (ښايست يې پكې) وموندو، خپل لاسونه يې غوڅ كړل او ويې ويل: الله لره پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا خو پرته له يوې لویې (عزتمندې) ملايكې بل څه نه دى.

32 - Yusuf (Joseph) - 032

قَالَتۡ فَذَٰلِكُنَّ ٱلَّذِي لُمۡتُنَّنِي فِيهِۖ وَلَقَدۡ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفۡسِهِۦ فَٱسۡتَعۡصَمَۖ وَلَئِن لَّمۡ يَفۡعَلۡ مَآ ءَامُرُهُۥ لَيُسۡجَنَنَّ وَلَيَكُونٗا مِّنَ ٱلصَّـٰغِرِينَ
هغى وويل: دا هماغه كس دى چې تاسو پرې ملامتولم، او يقيناً د هغه د جلبولو هڅه مې كړې وه خو ځان يې وساتلو، او بيا هم كه هغه څه ونه كړي چې زه ورته امر كوم، حتماً به بندي او خوار ذليل كړى شي.

33 - Yusuf (Joseph) - 033

قَالَ رَبِّ ٱلسِّجۡنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدۡعُونَنِيٓ إِلَيۡهِۖ وَإِلَّا تَصۡرِفۡ عَنِّي كَيۡدَهُنَّ أَصۡبُ إِلَيۡهِنَّ وَأَكُن مِّنَ ٱلۡجَٰهِلِينَ
يوسف وويل: زما ربه دا بندې كېدل ماته له هغه څه ډېر غوره دي كوم ته چې مې دوى وربولي او كه ته د هغوى چل (مکر) له ما بل خوا و نه ګرځوې نو زه به ميلان ور وكړم او بيا به له جاهلانو اوسم.

34 - Yusuf (Joseph) - 034

فَٱسۡتَجَابَ لَهُۥ رَبُّهُۥ فَصَرَفَ عَنۡهُ كَيۡدَهُنَّۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ
نو خپل رب يې دعا قبوله کړه او د هغوى چلونه يې ترې وګرځول، بې شكه هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

35 - Yusuf (Joseph) - 035

ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّنۢ بَعۡدِ مَا رَأَوُاْ ٱلۡأٓيَٰتِ لَيَسۡجُنُنَّهُۥ حَتَّىٰ حِينٖ
بيا هغوى ته دا (رايه) څرګنده شوه وروسته له دې چې څه نښانې يې وليدې چې تر يو مهاله يې خامخا بندي كړي.

36 - Yusuf (Joseph) - 036

وَدَخَلَ مَعَهُ ٱلسِّجۡنَ فَتَيَانِۖ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّيٓ أَرَىٰنِيٓ أَعۡصِرُ خَمۡرٗاۖ وَقَالَ ٱلۡأٓخَرُ إِنِّيٓ أَرَىٰنِيٓ أَحۡمِلُ فَوۡقَ رَأۡسِي خُبۡزٗا تَأۡكُلُ ٱلطَّيۡرُ مِنۡهُۖ نَبِّئۡنَا بِتَأۡوِيلِهِۦٓۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
او له ده سره بندې خانې ته دوه نور زلمي هم ننوتل، يو كس له هغو نه وويل: ما په خوب كې وليدل چې شراب زبېښم، بل وويل او ما وليدل چې په سر مې ډوډۍ اېښې وړم او مرغان يې خوري، موږ يې په معنا خبر كړه، يقيناً ته له ښو خلكو راته ښكاري.

37 - Yusuf (Joseph) - 037

قَالَ لَا يَأۡتِيكُمَا طَعَامٞ تُرۡزَقَانِهِۦٓ إِلَّا نَبَّأۡتُكُمَا بِتَأۡوِيلِهِۦ قَبۡلَ أَن يَأۡتِيَكُمَاۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّيٓۚ إِنِّي تَرَكۡتُ مِلَّةَ قَوۡمٖ لَّا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَهُم بِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ كَٰفِرُونَ
يوسف وويل: كوم خواړه چې دركول كيږى د هغه له راتګ څخه مخکې به يې تاسو په معنا خبر كړم دا له هغې پوهې څخه ده چې ما ته خپل رب راښوولې ده، بې شكه ما د هغو خلكو دين پريښى چې پر الله ايمان نه راوړي او همدوى له آخرته هم منكر دي.

38 - Yusuf (Joseph) - 038

وَٱتَّبَعۡتُ مِلَّةَ ءَابَآءِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَۚ مَا كَانَ لَنَآ أَن نُّشۡرِكَ بِٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۚ ذَٰلِكَ مِن فَضۡلِ ٱللَّهِ عَلَيۡنَا وَعَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشۡكُرُونَ
او ما د خپلو پلرونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب د دين پېروي كړې، موږ ته نه ښايي چې الله سره كوم شى شريک وګڼو دا پر موږ او نورو (ټولو) خلكو د الله يو فضل دى خو زياتره خلک شكر نه باسي.

39 - Yusuf (Joseph) - 039

يَٰصَٰحِبَيِ ٱلسِّجۡنِ ءَأَرۡبَابٞ مُّتَفَرِّقُونَ خَيۡرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ
اى زما د زندان ملګرو! آيا ډېر بېلا بېل معبودان غوره دي كه هماغه يو برلاسى الله؟

40 - Yusuf (Joseph) - 040

مَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسۡمَآءٗ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٍۚ إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلۡقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ
تاسو د الله تعالی پرته د بل شي عبادت نه کوئ مګر هسې نومونه دي چې تاسو او ستاسو پلرونو پرې ایښې دي الله تعالی پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی، پرېکړه له هغه پرته د بل چا نده، امر يې كړى چې له هغه پرته د بل هيچا عبادت مه کوئ، همدا سم دين دى خو زياتره خلک نه پوهېږي.

41 - Yusuf (Joseph) - 041

يَٰصَٰحِبَيِ ٱلسِّجۡنِ أَمَّآ أَحَدُكُمَا فَيَسۡقِي رَبَّهُۥ خَمۡرٗاۖ وَأَمَّا ٱلۡأٓخَرُ فَيُصۡلَبُ فَتَأۡكُلُ ٱلطَّيۡرُ مِن رَّأۡسِهِۦۚ قُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ ٱلَّذِي فِيهِ تَسۡتَفۡتِيَانِ
اى زما د زندان دوه ملګرو ستاسو يو تن به خپل رب (د مصر باچا) باندې شراب څښي، او دا بل به په سولۍ (دار) كړى شي نو مرغان به يې (غوښې) له سر څخه خوري، هغه كار فيصله شوى دى چې تاسو یې له ما پوښتنه كوئ.

42 - Yusuf (Joseph) - 042

وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُۥ نَاجٖ مِّنۡهُمَا ٱذۡكُرۡنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَىٰهُ ٱلشَّيۡطَٰنُ ذِكۡرَ رَبِّهِۦ فَلَبِثَ فِي ٱلسِّجۡنِ بِضۡعَ سِنِينَ
او هغه كس ته یې وویل چې ګومان يې كولو چې بچ كېدونكى دى له دوی دواړه څخه: خپل رب (د مصر باچا) ته دې زما يادونه وكړه خو خپل رب ته د هغه وريادول ترې شيطان هېر كړل، نو دى په زندان كې څو كاله (نور هم) پاتې شو.

43 - Yusuf (Joseph) - 043

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ إِنِّيٓ أَرَىٰ سَبۡعَ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖۖ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَأُ أَفۡتُونِي فِي رُءۡيَٰيَ إِن كُنتُمۡ لِلرُّءۡيَا تَعۡبُرُونَ
او باچا وويل: ما په خوب كې وليدل چې اووه څربې غواوې دي چې اووه خوارې غواوې يې خوري او اووه شنه وږي او نور وچ، ای درباريانو! ما ته مې د خوب معنا وكړئ كه تاسو د خوب تعبیر كولى شئ.

44 - Yusuf (Joseph) - 044

قَالُوٓاْ أَضۡغَٰثُ أَحۡلَٰمٖۖ وَمَا نَحۡنُ بِتَأۡوِيلِ ٱلۡأَحۡلَٰمِ بِعَٰلِمِينَ
هغوى وويل دا خو ګډوډ خيالي خوبونه دي او موږ د ګډوډو خيالي خوبونو په معنا نه پوهېږو.

45 - Yusuf (Joseph) - 045

وَقَالَ ٱلَّذِي نَجَا مِنۡهُمَا وَٱدَّكَرَ بَعۡدَ أُمَّةٍ أَنَا۠ أُنَبِّئُكُم بِتَأۡوِيلِهِۦ فَأَرۡسِلُونِ
او له هماغو دوو نه چې كوم كس بچ شوى و او هغه ته له ډېرې مودې وروسته ورياد شو، وويل: زه به مو د دې په تعبیر خبر كړم نو ما واستوئ.

46 - Yusuf (Joseph) - 046

يُوسُفُ أَيُّهَا ٱلصِّدِّيقُ أَفۡتِنَا فِي سَبۡعِ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعِ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖ لَّعَلِّيٓ أَرۡجِعُ إِلَى ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَعۡلَمُونَ
يوسفه! اې رښتينيه! موږ ته حكم راكړه په اوو څربو غواګانو كې چې اوه خوارې يې خوري او اوه شنو وږو او نورو وچو كې، ښايي زه هغو خلكو ته ورستون شم د دې لپاره چې دوى وپوهېږي.

47 - Yusuf (Joseph) - 047

قَالَ تَزۡرَعُونَ سَبۡعَ سِنِينَ دَأَبٗا فَمَا حَصَدتُّمۡ فَذَرُوهُ فِي سُنۢبُلِهِۦٓ إِلَّا قَلِيلٗا مِّمَّا تَأۡكُلُونَ
ورته ويې ويل: اوه كاله به تاسي پرله پسې په كرهڼه بوخت ياست، نو څه مو چې لو كړل هغه (ټول) په خپل وږي كې پرېږدئ، پرته له هغه چې تاسو يې خورئ.

48 - Yusuf (Joseph) - 048

ثُمَّ يَأۡتِي مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ سَبۡعٞ شِدَادٞ يَأۡكُلۡنَ مَا قَدَّمۡتُمۡ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلٗا مِّمَّا تُحۡصِنُونَ
بيا به له دې وروسته اوه كلونه ډېر سخت راشي چې ټول هغه څه به پكې وخوړل شي كوم چې تاسو ورته ساتلي و پرته له هغه چې تاسو يې (تخم لپاره) ساتئ.

49 - Yusuf (Joseph) - 049

ثُمَّ يَأۡتِي مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ عَامٞ فِيهِ يُغَاثُ ٱلنَّاسُ وَفِيهِ يَعۡصِرُونَ
بيا له دى وروسته يو بل كال راځي چې په هغه كې به (بارانونو سره) د خلكو فرياد واورېدل شي او په هغه كې به وزبېښي.

50 - Yusuf (Joseph) - 050

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ ٱئۡتُونِي بِهِۦۖ فَلَمَّا جَآءَهُ ٱلرَّسُولُ قَالَ ٱرۡجِعۡ إِلَىٰ رَبِّكَ فَسۡـَٔلۡهُ مَا بَالُ ٱلنِّسۡوَةِ ٱلَّـٰتِي قَطَّعۡنَ أَيۡدِيَهُنَّۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيۡدِهِنَّ عَلِيمٞ
او باچا وويل: هغه ماته راولئ، خو كله چې استازى ورغلو ويلې خپل رب (باچا) ته دې بېرته ورشه، ويې پوښته چې د هغو ښځو څه حالت و چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بې شكه زما رب د هغوى په مكارۍ ډېر ښه پوه دى.

51 - Yusuf (Joseph) - 051

قَالَ مَا خَطۡبُكُنَّ إِذۡ رَٰوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفۡسِهِۦۚ قُلۡنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا عَلِمۡنَا عَلَيۡهِ مِن سُوٓءٖۚ قَالَتِ ٱمۡرَأَتُ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡـَٰٔنَ حَصۡحَصَ ٱلۡحَقُّ أَنَا۠ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفۡسِهِۦ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ
باچا وويل: (ای ښځو) ستاسو څه حال و كله چې د يوسف د ځان غوښتلو هڅه مو كړې وه؟ ټولو ښځو وويل: الله لره پاكي ده، موږ خو د هغه په هېڅ بدۍ نه يو پوه شوي؛ د عزيز ښځې وويل: اوس حق څرګند شو، ما هغه نه د هغه ځان غوښتلی و، او هغه بې شكه له ریښتينو څخه و.

52 - Yusuf (Joseph) - 052

ذَٰلِكَ لِيَعۡلَمَ أَنِّي لَمۡ أَخُنۡهُ بِٱلۡغَيۡبِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي كَيۡدَ ٱلۡخَآئِنِينَ
دا له دې کبله چې وپوهيږي (عزيز) چې ما په غياب كې هم له ده سره خيانت نه دى كړى، او دا چې بې شکه الله د خيانت ګرو چلونه د بري په لاره نه سموي.

53 - Yusuf (Joseph) - 053

۞وَمَآ أُبَرِّئُ نَفۡسِيٓۚ إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيٓۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٞ رَّحِيمٞ
او زه د خپل نفس پاكي نه وايم، نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى، پرته له هغه چې زما رب ورباندې رحم وكړي، بې شکه زما رب بخښونكى مهربان دى.

54 - Yusuf (Joseph) - 054

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ ٱئۡتُونِي بِهِۦٓ أَسۡتَخۡلِصۡهُ لِنَفۡسِيۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُۥ قَالَ إِنَّكَ ٱلۡيَوۡمَ لَدَيۡنَا مَكِينٌ أَمِينٞ
او باچا وويل: هغه ماته راولئ چې ځان ته یې یوازې کړم، نو كله چې ورسره وغږېده ویې ویل: نن ته موږ سره د ډاډ وړ قدرمن یې.

55 - Yusuf (Joseph) - 055

قَالَ ٱجۡعَلۡنِي عَلَىٰ خَزَآئِنِ ٱلۡأَرۡضِۖ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٞ
(يوسف) وويل: (ښه نو) ما د ځمكې پر خزانو وټاكه، زه ډېر پوه ساتونكى يم.

56 - Yusuf (Joseph) - 056

وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي ٱلۡأَرۡضِ يَتَبَوَّأُ مِنۡهَا حَيۡثُ يَشَآءُۚ نُصِيبُ بِرَحۡمَتِنَا مَن نَّشَآءُۖ وَلَا نُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
او په همدې توګه مو يوسف ته په ځمكه كې ځاى وركړ، چې كوم ځاى به يې خوښ و، هلته به اوسېدلو، چاته مو چې خوښه وي (همدغه شان) خپل رحمت ور رسوو او موږ د نېكانو بدله نه ضايع كوو.

57 - Yusuf (Joseph) - 057

وَلَأَجۡرُ ٱلۡأٓخِرَةِ خَيۡرٞ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ
او د اّخرت بدله خامخا هغو كسانو ته ډېره غوره ده چې ايمان يې راوړى او ځان به يې (له ګناه) ساتلو.

58 - Yusuf (Joseph) - 058

وَجَآءَ إِخۡوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيۡهِ فَعَرَفَهُمۡ وَهُمۡ لَهُۥ مُنكِرُونَ
او د يوسف ورونه راغلل او پرې ورننوتل نو هغه دوى وپېژندل خو دوى د يوسف سره نا اشنا وو.

59 - Yusuf (Joseph) - 059

وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمۡ قَالَ ٱئۡتُونِي بِأَخٖ لَّكُم مِّنۡ أَبِيكُمۡۚ أَلَا تَرَوۡنَ أَنِّيٓ أُوفِي ٱلۡكَيۡلَ وَأَنَا۠ خَيۡرُ ٱلۡمُنزِلِينَ
او كله چې یې دوى ته خپل سامان چمتو كړ، ویې ويل: خپل مېرنى ورور مو ماته راولئ، نه ګورئ چې زه پوره پيمانه دركوم او غوره ميلمه پال يم.

60 - Yusuf (Joseph) - 060

فَإِن لَّمۡ تَأۡتُونِي بِهِۦ فَلَا كَيۡلَ لَكُمۡ عِندِي وَلَا تَقۡرَبُونِ
او كه هغه مو رانه وستلو بيا نو ماسره ستاسو لپاره نه پيمانه شته او نه به ماته نږدې راځئ.

61 - Yusuf (Joseph) - 061

قَالُواْ سَنُرَٰوِدُ عَنۡهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَٰعِلُونَ
دوى وويل: موږ به يې له پلاره غوښتنه وكړو او خامخا د دې كار كوونكي يو.

62 - Yusuf (Joseph) - 062

وَقَالَ لِفِتۡيَٰنِهِ ٱجۡعَلُواْ بِضَٰعَتَهُمۡ فِي رِحَالِهِمۡ لَعَلَّهُمۡ يَعۡرِفُونَهَآ إِذَا ٱنقَلَبُوٓاْ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمۡ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُونَ
او خپلو مريانو ته يې وويل چې د دوى پانګه بېرته په خپلو څټو (بارونو) كې ورته واچوئ، ښايې دوى يې وپېژني كله چې خپل كور ته ورګرځي او بيا هم راستانه شي.

63 - Yusuf (Joseph) - 063

فَلَمَّا رَجَعُوٓاْ إِلَىٰٓ أَبِيهِمۡ قَالُواْ يَـٰٓأَبَانَا مُنِعَ مِنَّا ٱلۡكَيۡلُ فَأَرۡسِلۡ مَعَنَآ أَخَانَا نَكۡتَلۡ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ
نو كله چې خپل پلار ته ورستانه شول ويلې اى زموږ پلاره! موږ نه پيمانه ايساره كړی شوې ده نو ورور مو راسره واستوه چې پيمانه واخلو او موږ خامخا د هغه ساتونكي يو.

64 - Yusuf (Joseph) - 064

قَالَ هَلۡ ءَامَنُكُمۡ عَلَيۡهِ إِلَّا كَمَآ أَمِنتُكُمۡ عَلَىٰٓ أَخِيهِ مِن قَبۡلُ فَٱللَّهُ خَيۡرٌ حَٰفِظٗاۖ وَهُوَ أَرۡحَمُ ٱلرَّـٰحِمِينَ
ويلې آيا د ده په هكله هم هماغه شان باور درباندې وكړم لكه چې ړومبى مې د ده د ورور په هكله باور درباندې كړى و، نو الله غوره ساتونكى او هماغه تر ټولو زيات رحم كوونكى دى.

65 - Yusuf (Joseph) - 065

وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَٰعَهُمۡ وَجَدُواْ بِضَٰعَتَهُمۡ رُدَّتۡ إِلَيۡهِمۡۖ قَالُواْ يَـٰٓأَبَانَا مَا نَبۡغِيۖ هَٰذِهِۦ بِضَٰعَتُنَا رُدَّتۡ إِلَيۡنَاۖ وَنَمِيرُ أَهۡلَنَا وَنَحۡفَظُ أَخَانَا وَنَزۡدَادُ كَيۡلَ بَعِيرٖۖ ذَٰلِكَ كَيۡلٞ يَسِيرٞ
او كله چې خپل سامان يې پرانستلو نو خپلې پانګې يې بياموندې چې دوى ته واپس شوي دي، هغوى وويل: پلاره نور څه غواړو؟ دغه ده زموږ پانګه چې را واپس شوې ده، نو موږ به خپل كور ته (نوره) غله هم راوړو، د خپل ورور ساتنه به كوو او يو اوښ بار به زيات راوړو، دغه پيمانه ده په آسانۍ سره.

66 - Yusuf (Joseph) - 066

قَالَ لَنۡ أُرۡسِلَهُۥ مَعَكُمۡ حَتَّىٰ تُؤۡتُونِ مَوۡثِقٗا مِّنَ ٱللَّهِ لَتَأۡتُنَّنِي بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يُحَاطَ بِكُمۡۖ فَلَمَّآ ءَاتَوۡهُ مَوۡثِقَهُمۡ قَالَ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٞ
يعقوب (علیه السلام) وويل هېڅكله به يې درسره ونه لېږم، تر څو چې د الله په نوم كلک لوظ رانكړئ چې خامخا به يې راته راولئ مګر دا چې ټول ګير شئ، نو كله چې هغوى كلک لوظ وركړ يعقوب (علیه السلام) وويل: موږ چې څه وايو الله پر هغه شاهد او ساتونكى دى.

67 - Yusuf (Joseph) - 067

وَقَالَ يَٰبَنِيَّ لَا تَدۡخُلُواْ مِنۢ بَابٖ وَٰحِدٖ وَٱدۡخُلُواْ مِنۡ أَبۡوَٰبٖ مُّتَفَرِّقَةٖۖ وَمَآ أُغۡنِي عَنكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٍۖ إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِۖ عَلَيۡهِ تَوَكَّلۡتُۖ وَعَلَيۡهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ
او ورته ويې ويل: ای زامنو! ټول په يوه وره (دروازه) مه ننوځئ بلكې په بېلا بېلو دروازو ورننوځئ، او زه خو د الله له لوري هېڅ شى له تاسو نه شم ايسارولى، له الله پرته د بل چا حكم نه چليږي، پر هماغه مې بروسه ده او توكل كوونكي دې هم پر ده بروسه وكړي.

68 - Yusuf (Joseph) - 068

وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنۡ حَيۡثُ أَمَرَهُمۡ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغۡنِي عَنۡهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٍ إِلَّا حَاجَةٗ فِي نَفۡسِ يَعۡقُوبَ قَضَىٰهَاۚ وَإِنَّهُۥ لَذُو عِلۡمٖ لِّمَا عَلَّمۡنَٰهُ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ
او كله چې هماغسې ورننوتل څنګه چې یې پلار ورته امر كړى و، نه و چې ايسار کړي (د دوی دا تدبیر) د الله څخه هېڅ شی، خو د يعقوب (علیه السلام) په زړه كې يوه تلوسه وه چې تر سره يې كړه، او بې شکه هغه د هغې پوهې خاوند و چې موږ وركړې وه خو زياتره خلک نه پوهېږي.

69 - Yusuf (Joseph) - 069

وَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيۡهِ أَخَاهُۖ قَالَ إِنِّيٓ أَنَا۠ أَخُوكَ فَلَا تَبۡتَئِسۡ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ
او كله چې پر يوسف ورننوتل نو هغه خپل ورور ځان ته ورنږدې كړ ويلې زه ستا ورور يم نو په هغو چارو مه خفه كېږه چې دوى يې كوي.

70 - Yusuf (Joseph) - 070

فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمۡ جَعَلَ ٱلسِّقَايَةَ فِي رَحۡلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا ٱلۡعِيرُ إِنَّكُمۡ لَسَٰرِقُونَ
نو كله چې یې د هغوى سامان چمتو كړ، خپل جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود بيا يو آواز كوونكي نارې كړې چې ای كاروانيانو تاسو خامخا غله ياست.

71 - Yusuf (Joseph) - 071

قَالُواْ وَأَقۡبَلُواْ عَلَيۡهِم مَّاذَا تَفۡقِدُونَ
هغوى وويل او مخ يې پرې راواړولو چې څه شى مو ورک دي.

72 - Yusuf (Joseph) - 072

قَالُواْ نَفۡقِدُ صُوَاعَ ٱلۡمَلِكِ وَلِمَن جَآءَ بِهِۦ حِمۡلُ بَعِيرٖ وَأَنَا۠ بِهِۦ زَعِيمٞ
هغوى وويل د باچا پيمانه مو وركه كړې ده او چا چې راوړه هغه ته د يو اوښ بار ډالۍ ده او زه ذمه وار يم.

73 - Yusuf (Joseph) - 073

قَالُواْ تَٱللَّهِ لَقَدۡ عَلِمۡتُم مَّا جِئۡنَا لِنُفۡسِدَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا كُنَّا سَٰرِقِينَ
هغوى وويل: په الله قسم دى موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې په ځمكه كې فساد جوړ كړو او نه غله يو.

74 - Yusuf (Joseph) - 074

قَالُواْ فَمَا جَزَـٰٓؤُهُۥٓ إِن كُنتُمۡ كَٰذِبِينَ
ویې وېلې نو سزا به يې څه وي كه تاسو دروغجن وئ.

75 - Yusuf (Joseph) - 075

قَالُواْ جَزَـٰٓؤُهُۥ مَن وُجِدَ فِي رَحۡلِهِۦ فَهُوَ جَزَـٰٓؤُهُۥۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلظَّـٰلِمِينَ
هغوى وويل: سزا يې دا ده چې د هر چا بار كې وموندل شوه نو هغه به خپله په سزا كې ځي، ظالمانو ته همدغه شان سزا وركوو.

76 - Yusuf (Joseph) - 076

فَبَدَأَ بِأَوۡعِيَتِهِمۡ قَبۡلَ وِعَآءِ أَخِيهِ ثُمَّ ٱسۡتَخۡرَجَهَا مِن وِعَآءِ أَخِيهِۚ كَذَٰلِكَ كِدۡنَا لِيُوسُفَۖ مَا كَانَ لِيَأۡخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ ٱلۡمَلِكِ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ نَرۡفَعُ دَرَجَٰتٖ مَّن نَّشَآءُۗ وَفَوۡقَ كُلِّ ذِي عِلۡمٍ عَلِيمٞ
نو د هغه د ورور له بار څخه مخکې يې د هغوى په بارونو پيل وكړ بيا يې د ورور له باره راواېستله، همداسې مو يوسف ته يو تدبير وښوده، د باچا په قانون کې (ممکن) نه و چې دی دې خپل ورور راونیسي مګر دا چې الله څه وغواړي، هر چاته مو چې خوښ شي درجې يې اوچتوو او د پوهې د هر څښتن دپاسه بل پوه شته دى.

77 - Yusuf (Joseph) - 077

۞قَالُوٓاْ إِن يَسۡرِقۡ فَقَدۡ سَرَقَ أَخٞ لَّهُۥ مِن قَبۡلُۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفۡسِهِۦ وَلَمۡ يُبۡدِهَا لَهُمۡۚ قَالَ أَنتُمۡ شَرّٞ مَّكَانٗاۖ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا تَصِفُونَ
هغوى وويل: كه دى غلا كوي نو ورور يې هم لا ړومبى غلا كړې وه، نو يوسف دا خبره په زړه كې پټه وساتله او ورته څرګنده يې نكړه، (پټ) يې وويل: تاسو په مرتبه كې لا ډېر بدتر ياست او الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې بيانوئ.

78 - Yusuf (Joseph) - 078

قَالُواْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلۡعَزِيزُ إِنَّ لَهُۥٓ أَبٗا شَيۡخٗا كَبِيرٗا فَخُذۡ أَحَدَنَا مَكَانَهُۥٓۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
دوى وويل: ای عزيزه! د ده يو زوړ سپين ږيرى پلار دى نو د ده پر ځاى له موږ څخه كوم يو ونيسه، موږ دې له نېكانو څخه وينو.

79 - Yusuf (Joseph) - 079

قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ أَن نَّأۡخُذَ إِلَّا مَن وَجَدۡنَا مَتَٰعَنَا عِندَهُۥٓ إِنَّآ إِذٗا لَّظَٰلِمُونَ
يوسف وويل: الله پورې پنا غواړو له دې نه چې څوک ونيسو پرته له هغه چې خپل سامان مو ورسره موندلى

Scroll to Top