د انسان د غړو په هر بند صدقه ده
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د انسان پر هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخېژي، د دوو کسانو ترمنځ جوړجاړی کول صدقه ده، د یو چا سره د هغه پر څاروي بارولو کې مرسته کول، چې پرې سپور شي او یا یې ورسره په بارولو کې مرست…

