HadeethEnc · 1.46.0
څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل وېښتان او نوکان نه پرې کوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل وېښتان او نوکان نه پرې کوي".
02
Explanation
نبي صلی الله علیه وسلم هغه چا ته امر کړی چې د قربانۍ کولو اراده یې کړي وي چې د ذی الحجې د میاشتې له راښکاره کېدو وروسته دې د خپل سر، تخرګ، بریتونو او نورو ځایونو وېښتان نه اخلي او نه دې د لاسونو او پښو نوکان پرې کوي، تر څو یې چې قرباني نه وي کړي.
03
Benefits
څوک چې د ذوالحجې د لومړۍ لسیزې له داخلېدو وروسته د قربانۍ نیت وکړي، نو له کوم وخت څخه یې چې نیت کړی وي تر قربانۍ پورې دې له یادو کارونو ډډه وکړي.
که په لومړۍ ورځ یې قرباني ونه کړه، نو بندیز به یې پر ځای وي تر څو د تشریق په بله کومه ورځ کې قرباني وکړي.
که په لومړۍ ورځ یې قرباني ونه کړه، نو بندیز به یې پر ځای وي تر څو د تشریق په بله کومه ورځ کې قرباني وکړي.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

