دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: خلکو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د غیب ویونکو په اړه پوښتنه وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (هغوی هېڅ ندي) هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، هغوی کله د یو څه په اړه خبرې کوي چې وروسته حقیقت وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:" دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي".
Explanation
نو هغوی وویل: د دوی خبره کله کله له حقیقت سره مطابقت لري، لکه څنګه چې دوی په فلانۍ میاشت، فلانۍ ورځ کې د یوې غیبي پیښې په اړه خبر ورکوي، نو د دوی له وینا سره سم واقع کیږي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پيریان چې د اسمان له خبرونو څخه څه واوري هغه غلا کړي، بیا له غیب ویونکو څخه خپلو بادارانو ته د هغه څه په اړه خبر ورکړي چې اورېدلي یې دي، غیب ویونکی له اسمان څخه اورېدل شوو ویناوو ته سل نور دروغ ورزیات کړي.
Benefits
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بعثت سره آسمان له شیطانانو څخه خوندي شوی چې له وحی څخه کوم څه او یا بل څه واوري، مګر هغه څوک چې په غلا یو څه واوري او له اور ویشتونکو ستورو څخه بچ پاتې شي.
پيریان د ځان لپاره له انسانانو څخه باداران نیسي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

