الله تعالی به ټول خلک – له لومړیو څخه تر وروستیو پورې – په یو میدان کې راټول کړي، داسې چې بلونکي (فرشتې) به غږ ور اوروي، او ټول به یو بل ته ښکاري، لمر به نږدې شي، خلک به له اندېښنې او کړاو څخه دومره پرېشانه شي چې زغملی به یې نه شي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غوښه راوړل شوه، نو ده ته د مال لاس ورکړل شو چې دا برخه به یې خوښېدله، نو په غاښونو ئې ترې یو پوټی راوشکو او بیا یې وویل: "زه د قیامت په ورځ د ټولو خلکو سردار یم، آیا پوهېږئ ولې؟ الله تعالی به ټول خلک – له لومړیو څخه تر وروستیو پورې – په یو میدان کې راټول کړي، داسې چې بلونکي (فرشتې) به غږ ور اوروي، او ټول به یو بل ته ښکاري، لمر به نږدې شي، خلک به له اندېښنې او کړاو څخه دومره پرېشانه شي چې زغملی به یې نه شي،
نو خلک به یوبل ته ووايي: 'آیا نه وینئ چې څه دررسېدلي؟ آیا یو څوک نه پیدا کوئ چې د رب پر وړاندې مو شفاعت وکړي؟ ځينې به یو بل ته ووايي: آدم - علیه السلام- ته لاړ شئ، نو دوی به آدم علیه السلام ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د بشریت پلار یې، ته الله پخپلو لاسونو پیدا کړی یې، له خپل روح څخه یې په تا کې پو کړی دی (یعنې له هغو ارواحو څخه چې الله پېداکړي دي)، ملایکو ته یې امر کړی چې تا ته سجده وکړي؛ نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! ته نه وینې چې موږ په څه حال کې یو؟ آدم به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې داسې نه دی غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، هغه زه له یوې ونې منع کړی وم، خو ما نافرماني وکړه (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ! خلک به نوح ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د ځمکې خلکو ته لومړی رسول یې، ته الله په "شکرکوونکی بنده" سره یاد کړی یې، زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو! نوح به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و، او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې زما لپاره د قبلېدو یوه دعا وه خو ما خپل قوم ته خېرې وکړې؛ (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، ابراهیم ته لاړ شئ! نو خلک به ابراهیم ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله نبي او د ځمکې پر مخ د هغه خلیل (خاص دوست) یې؛ زموږ لپاره شفاعت وکړه!
آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! ابراهیم به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي)، (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ، نو خلک به موسی ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله رسول یې، الله ته په رسالت او کلام سره پر نورو خلکو غوره کړی یې، نو زموږ لپاره دې خپل رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو هغه به ووایي: زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو انسان وژلی و، چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ، نو خلک به عیسی ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله رسول او د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې د هغې په اړه (د جبریل علیه السلام په واسطه) پوهه ورکړه او ورته یې ورسوله (چې هغه د کن کلمه ده)، او د هغه روح یې (د هغو ارواحو له جملې څخه یې چې الله پېدا کړي دي) او په زانګو کې دې له خلکو سره خبرې کړې دي، نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو عیسی به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی چې هیڅکله لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او د هېڅ کومې ګناه یادونه يې ونه کړه، (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ، خلک به محمد صلی الله علیه وسلم ته راشي، او ورته به ووايي: ای محمده! ته د الله رسول یې، د انبیاوو لړۍ پر تا پای ته رسېدلې ده، الله ستا مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، نو زموږ لپاره شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟ (وایي) زه به روان شم، د عرش لاندې به سجده وکړم، او الله به پر ما د داسې ستاینو دروازې پرانیزي، چې مخکې هېچا ته نه دي ورکړل شوي، بیا به وویل شي: "ای محمده! سر پورته کړه، غوښتنه وکړه، درکول کېږي؛ شفاعت وکړه، شفاعت دې قبلیږي! نو زه به سر پورته کړم، او وبه وایم: "زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! بیا به وویل شي: "ای محمده! له خپل امت څخه دې بې حسابه جنت ته له ښۍ دروازې دننه کړه، او دوی به له نورو خلکو سره د نورو دروازو له لارې په ننوتو کې شریک وي، (دا ته ننباسه او نور به د نورو خلکو سره له نورو دروازو ننوځي)، بیا یې وفرمایل: "قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی! د جنت د دروازو د دوو پلو ترمنځ واټن دومره دی لکه د مکې او حِمیر ترمنځ – یا یې وفرمایل: د مکې او بصرې ترمنځ-".
Explanation
Benefits
پر ټولو خلکو زموږ د نبي صلی الله علیه وسلم فضیلت.
قاضي عیاض ویلي: ویل کېږي چې "سَیِّد" هغه څوک دی چې پر خپل قوم برلاسی وي، او په سختیو کې ورته رجوع کېږي، او نبي صلی الله علیه وسلم د دوی (ټولو انسانانو) سید دی، هم په دنیا او هم په آخرت کې، خو د قیامت د ورځې یادونه یې ځکه وکړه چې په هغه ورځ به مشري تر ټولو لوړه وي، ټول به یې مشري ومني، او ځکه چې آدم او د هغه ټوله اولاده به یې تر بیرغ لاندې وي.
په دې کې حکمت دا دی چې الله تعالی دوی ته دا الهام ورکړ چې په پیل کې له آدم علیه السلام، او بیا له نورو پیغمبرانو نه غوښتنه وکړي، او دا الهام یې ورنکړ چې زموږ له نبي محمد صلی الله علیه وسلم څخه پیل وکړي — ترڅو د نبي صلی الله علیه وسلم فضیلت څرګند شي، ځکه دی د لوړ مقام او الله تعالی ته د بشپړ نږدې والي وروستۍ کچه ده.
څوک چې له چا غوښتنه کوي نو ښه ده چې د غوښتنې وړاندې یې ښه صفات یاد کړي اویې ستایي؛ ځکه دا کار د غوښتنې د منل کېدو لامل ګرځي.
له چا چې د یو څه غوښتنه وشي او د هغه له وسې نه وي، ورته روا دې چې عذر وړاندې کړي، او دا هم مستحب دي د داسې یو چا لور ته یې لارښوونه وکړي چې ګومان کېږي کولای یې شي.
د قیامت په ورځ د محشر د موقف وېرونکی حالت او پر بندګانو یې سختوالی.
د انبیاوو علیهم السلام تواضع (عاجزي) پدې کې څرګندېږي چې هغوی د خپلو تېرو کړنو یادونه وکړه، ترڅو وښيي چې دوی ځانونه د دې ستر مقام (شفاعت) لپاره وړ نه ګڼي.
د قیامت په ورځ د ستر شفاعت (الشفاعة العظمى) ثبوت، چې دا به د مخلوقاتو ترمنځ د پرېکړې لپاره ترسره کېږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د "وسیلې" او "مقام محمود" (ستایل شوي مقام) ثبوت.
د الله تعالی ستاینې (محامد) پای نه لري، ځکه نو الله به خپل رسول ته په دې مقام کې د هغه د ستایلو داسې ښکلي الفاظ پرانیزي، چې تر هغه مخکې یې هېچا ته نه دي ورکړي.
د دې خبرې وضاحت چې د محمد صلی الله علیه وسلم امت تر ټولو غوره امت دی، ځکه دوی ته ځانګړي امتیازات ورکول شوي، چې له حساب پرته د جنت له یوې ځانګړې دروازې ننوځي، او له نورو خلکو سره د جنت د نورو دروازو له لارې هم شریک دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

