بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي،
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عثمان الشحام څخه روایت دی: زه او فرقَد السبخي مسلم بن أبي بکره ته ورغلو، حال دا چې هغه په خپله ځمکه کې و، موږ ورننووتو او ورته مو وویل: آیا تا له خپل پلار څخه د فتنو په اړه کوم حدیث اورېدلی؟ ویې ویل: هو، ما له ابوبکرة رضي الله عنه څخه اورېدلي، هغه روایت کاوه، ویې ویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي، خبر اوسئ! کله چې دا فتنه راکښته یا واقع شي، نو څوک چې اوښان ولري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه ولري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه ولري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي، یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که څوک نه اوښان ولري، نه پسونه او نه ځمکه، نو څه به کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: خپله توره دې واخلي، او د هغې تېغ دې په ډبره وټکوي، بیا دې ځان وژغوري که د ژغورنې توان یې درلوده، بیا یې درې ځلې وویل: اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که زه مجبور کړای شم، تر دې چې یو صف یا یوې ډلې ته بوتللی شم، او یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او زه پرې ووژل شم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او ستا د ګناه بار واخلي، او له دوزخیانو څخه به شي».
Explanation
Benefits
امام نووي ویلي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قول: «په فتنه کې ناست کس له ولاړ کس څخه غوره دی» او نورو ورته عبارتونو معنا دا ده چې دا د فتنو د ستر خطر بیان دی، خلکو ته د فتنو د اجتناب او ترې د تېښتې توصیه ده، او دا چې له فتنو شر او ازموینه د انسان د تعلق او ښکېلتیا له اندازې سره تړاو لري.
نووي ویلي: د فتنې په ځای کې د حاضرېدو لپاره له مجبور شوي کس څخه ګناه لرې شوې ده، خو وژنه په اکراه (مجبوریت) سره روا نه ده، بلکې مجبور کس د هغه عمل په ګناه کې شریک دی چې پرې مجبور شوی وي، په دی خبره د علماوو اجماع ده.
ابن حجر ویلي: او ځینو نورو علماوو ویلي: که یوه ډله د امام (مشروع واکمن) پر ضد بغاوت وکړي، جګړه پیل کړي، نو پر وړاندې یې جګړه واجب ده، همداراز، که دوه ډلې سره وجنګېږي، نو پر هر هغه چا چې توان لري، واجب ده چې د خطا کار لاس ونیسي او د حق لوري مرسته وکړي، دا د جمهورو علماوو نظر دی، خو ځینو نورو تفصیل ور کړی دی، دوی ویلي: هره جګړه چې د مسلمانانو ترمنځ واقع شي، په داسې حال کې چې د مسلمانانو لپاره یو امام (واحد مشروع مشر) نه وي، نو دا جګړه ممنوع ده، او د دې باب او نورو ورته احادیثو تطبیق باید پر همدغه حالت وشي.
نووي ویلي: علماوو د فتنې په جګړه کې اختلاف کړی دی؛ یوه ډله وايي: په مسلمانانو کې د فتنې پر مهال جګړه روا نه ده، حتی که هغوی د چا کور ته داخل شي او د هغه وژنه وغواړي، نو د ځان دفاع هم روا نه ده، ځکه چې حمله کوونکی تأویل لري (یعني د حق په ګمان عمل کوي)، دا د صحابي ابوبکره رضي الله عنه او نورو نظر دی. ابن عمر، عمران بن حصین رضي الله عنهم او نور وايي: فتنه کې به نه داخلېږي، خو که چا یې د وژلو هڅه وکړه، نو له خپل ځان څخه دفاع ورته روا ده، دا دواړه نظرونه په دې متفق دي چې د اسلامي فتنو په ټولو حالاتو کې باید انسان داخل نشي، خو د صحابهوو، تابعینو او د اسلام د علماوو اکثریت وايي: په فتنه کې د حق لوري مرسته واجبه ده، او باید د باغي ډلې پر ضد جګړه وشي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: {فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ} یعنې تاسې د هغې ډلې پر وړاندې وجنګیږئ چې بغاوت کوي تر دې چې د الله امر ته راوګرځي، هغه احادیث باید داسې تأویل شي چې یا حق لوری پکې نه وي څرګند، یا دواړه ډلې ظالمې وي، او هېڅ یوه تأویل ونه لري.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

