دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
Explanation
Benefits
په لمانځه کې د شیطان د وسوسې پر مهال مستحب دي چې پناه ترې وغوښتل شي او چپ لوري ته درې ځلې تو کړای شي.
د صحابه کرامو د حالت بیان چې هغوی به د ستونزو پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله تر څو یې ورته حل کړي.
د صحابه کرامو د زړونو ویښتوب او دا چې هغوی د اخرت په اړه فکر کاوه.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

