HadeethEnc · 1.46.0
رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه.
02
Explanation
ابن عباس رضي الله عنهما بیانوي چې د قرآن کریم سورتونه به په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلېدل خو هغه به د دوو سورتونو په جلاوالي نه پوهېده چې لومړی سورت په کوم ځای پای ته ورسوي، تر دې چې "بسم الله الرحمن الرحيم"، به پرې نازله شوه، نو پوه به شو چې مخکینی سورت پای ته ورسېده، او دا د نوي سورت پیل دی.
03
Benefits
په بسمله -بسم الله- سره سورتونه یو له بل څخه جلا کیږي، پرته له الأنفال او التوبه سورتونو څخه.
Attribution
[ابو داود روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

