بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له أنس رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویلي یې دي: خامخا به زه تاسو ته یو حدیث بیان کړم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي او زما پرته به یې بل څوک تاسو ته بیان نه کړي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي».
Explanation
Benefits
د قیامت نېټه له هغو غیبو چارو څخه ده چې یوازې الله تعالی پرې پوهیږي.
د دیني علم پر زده کړه ټینګار؛ مخکې لدې چې ورک شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

