HadeethEnc · 1.46.0
رسول الله صلی الله علیه وسلم په فیصله کې په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په فیصله کې په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی.
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او رشوت قبض کوونکي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدلو او شړلو سره ښېرا کړې ده.
لدې څخه هغه رشوت هم دی چې قاضیانو ته ورکول کیږي تر څو په ظلم سره پرېکړه وکړي او له لارې یې رشوت ورکوونکی خپل مراد ته په ناحقه ورسیږي.
لدې څخه هغه رشوت هم دی چې قاضیانو ته ورکول کیږي تر څو په ظلم سره پرېکړه وکړي او له لارې یې رشوت ورکوونکی خپل مراد ته په ناحقه ورسیږي.
03
Benefits
د رشوت ورکول، اخیستل، پکې منځګړیتوب او مرسته کول حرام دي؛ ځکه چې دا په باطل کې مرسته کول دي.
رشوت ورکول لویه ګناه ده؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اخیستونکي او ورکوونکي لعنت ویلی دی.
په قضا او قضاوت کې رشوت تر ټولو لوی جرم او ستره ګناه ده؛ د ظلم او په هغه څه د پرېکړې له امله چې الله تعالی ندی نازل کړی.

Attribution
[الترمذي او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares