HadeethEnc · 1.46.0
چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د سخت ګواښ بیان کړی دی چې معاهد ووژني - او معاهد هغه چاته ویل کیږي چې د کفري هیواد څخه اسلامي هیواد ته د امن د ژمنې ورکولو پر اساس داخل شوی وي - چې دغه کس ته به د جنت بوی نه رسیږي، حال دا چې بوی یې د څلويښتو کالو په واټن کې موندل کیږي.
03
Benefits
له کفارو څخه د معاهد، مستامن او ذمي د وژولو ممانعت او دا چې وژل یې له کبیره ګناهونو څخه یوه لویه ګناه ده.
معاهد: له کفارو څخه هغه چاته وییل کیږي چې ژمنه وکړي په خپل هیواد کې به د مسلمانانو سره نه جنګیږي او نه به دوی ورسره جنګیږي، او ذمي: هغه چاته وییل کیږي چې د مسلمانانو په هېواد کې اوسیږي او جزیه یې ورکړي وي، او مستامن: هغه چاته وییل کیږي: چې د مسلمانانو هیواد ته یې د موقت وخت لپاره پناه راوړی وي او د ساتلو ژمنه ورکړل شوي وي.
له غیر مسلمانو سره په تړونونو کې د خیانت په اړه خبرداری.

Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares