HadeethEnc · 1.46.0
د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو پر ضد د جهاد او له هرې ممکنې لارې د هغوی د مقابلې لپاره پر هلو ځلو امر کړی، تر څو د الله کلمه لوړه شي، او لدې څخه:
لومړی: د هغوی پر وړاندې په جهاد پیسې لګول؛ لکه د وسلو پېرل، پر مجاهدینو لګښت او داسې نور.
دویم: په روح، نفس او بدن د هغوی سره مخ کېدل او هغوی په شا کول.
دريم: په ژبه یې دين ته رابلل او حجت پرې قایمول، د هغوی رټل او رد پرې کول.

03
Benefits
د مشرکانو پر ضد په خپل نفس، مال او ژبې جهاد ته هڅول؛ هر یو د خپلې وسې سره سم، او دا جهاد یوازې په نفس د جګړې کولو پورې محدود نه دی.
په جهاد امر د وجوب لپاره دی، کله عیني او کله کفایي واجب ګرځي.
الله جل جلاله جهاد د ځینو چارو له امله ټاکلی لکه؛ لومړی: د شرک او مشرکانو په وړاندې مقاومت؛ ځکه چې الله تعالی هېڅکله شرک نه مني، دويم: الله تعالی ته د بلنې په لار کې د خنډونو لرې کول. دریم: له هر هغه څه نه د عقیدې ساتنه چې ضد یې دی. څلورم: د مسلمانانو؛ د هغوی د هېوادونو، ناموسونو او مالونو څخه ددفاع کولو په موخه.

Attribution
[ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares