په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
Explanation
لومړی: د خلکو په نسبونو کې خبرې کول، نېمګړتیاوې یې بیانول او ځان پرې پورته ګڼل.
دویم: د مصیبت پر مهال پر تقدیر د ناخوښۍ له امله په لوړ غږ چیغې وهل او یا د ډېر فریاد له امله د جامو څیرې کول.
Benefits
پر مصیبت صبر کول او بې صبري نه کول واجب دي.
دا عملونه له کوچني کفر څخه دي، او په چا کې چې د کفر یوه برخه پېدا شوه نو هغه په لوی کفر سره نه کافر کېږي؛ هغه چې انسان پرې د اسلام له دایرې څخه وځي، بلکه هغه مهال ( له اسلام څخه وځي ) چې لوی کفر ترې صادر شي.
اسلام هر هغه عمل منع کړی دی چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف پيدا کوي لکه د نسبونو او داسې نورو پسې بد رد ویل.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

