له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".
Explanation
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې شیطان له هغه کور نه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي.
Benefits
په هدیرو کې له جنازې پرته لمونځ کول ناروا دي؛ ځکه دا د شرک لپاره یوه وسیله او د مړو په حق کې غلو یعنې له حد نه اوړېدل دي.
د قبرونو تر څنګ لمونځ کول د صحابه کرامو په تایید سره منع شوی دی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلي ده چې کورونه لکه د هدیرو په څېر وګرځول شي چې لمونځ پکې نه کیږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

