د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د ابو امامه الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ ته دوه کسان یاد شول چې یو یې عابد او بل یې عالم و، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان" بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: "خامخا الله جل جلاله، ملایکې، د آسمانونو او ځمکو ټول خلک، حتی مېږی په ځاله کې او ماهي ټول د هغه ښوونکي لپاره د خېر دعا کوي چې خلکو ته خېر رسوي».
Explanation
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په شرعي علومو پوه عالم چې په علم عمل کوي او نورو ته یې ښیي، پر هغه تن چې یوازې عبادت کوي او د علم په اړینو مسایلو پوه وي دومره فضیلت لري لکه څومره چې رسول الله ﷺ پر عادي صحابه کرامو درلود. بیا رسول الله ﷺ د دې سبب بیان کړ چې ولې د عالم مقام لوړ دی: ځکه چې الله تعالی، د الله تعالی هغه ملايکې چې عرش یې پر اوږو دی او د اسمانونو ټولې ملايکې، او د ځمکې ټول انسانان، پېریان او حیوانات—حتی مېږی په خپله ځاله کې او ماهیان په سمندر کې— ټول د هغه چا لپاره دعا کوي چې خلکو ته د دین علم ورزده کوي، ځکه په همدې علم کې د خلکو نجات او بریالیتوب دی.
Benefits
د هغو علماوو لوړ شان چې علم یې زده کړی وي، عمل یې پرې کړی او لور ته یې بلنې ورکولو سره یې حق ادا کړی وي.
د علماوو او زده کوونکو په درناوي ټینګار او دعا ورته کول.
خلکو ته د خېر په ورښودلو ټینګار؛ ځکه چې دا د هغوی د خلاصولو او نیکمرغۍ لامل دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

