تر ټولو لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کېدل، د الله له رحمت څخه نا امیدي او د الله له هیلي او امید قطع کول.
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل: د کبیره ګناهونه تر ټولو لویه یې : د الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کيدل، او د الله له رحمت څخه امید قطع کول، او د الله له رحمت څخه نا هیله كيدل.
Explanation
Benefits
شرک تر ټولو لویه ګناه او د کبیره ګناهونو تر ټولو لویه یې ده.
د الله - پاک - له مکر څخه د بې غمي او د هغه له رحمت څخه د نا امیدۍ حراموالي، او دا دواړه له لویو ګناهونو څخه دي.
د مکارو خلکو په مقابل کې په مکر سره د الله - تعالی - د موصوفولو جواز، او دا د کمال صفت دی. او بد مکر هغه دی چې د یو چا په مقابل کې وشي چې هغه د مکر کولو وړ نه وي چې ورسره وشي.
بنده اړ دی چې تل له - الله تعالی- څخه د ویرې او امیدوارۍ تر منځه اوسي، نو کله چې وویریږي نه ناامیده کیږي، او کله چې امید وساتي، د الله - له نیونې - څخه ځان په امن کې نه محسوسوي.
الله - تعالی - ته د رحمت د صفت ثبوت؛ په داسې طریقه چې د هغه د عظمت سره ښایې.
په الله - تعالی - د نیک ګمان کولو وجوب.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

