HadeethEnc · 1.46.0
ما وویل: اې د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له بهز بن حکیم څخه روایت دي، هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایتوي وایي چې: ما وویل: اې د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان».
02
Explanation
نبي ﷺ څرګنده کړه چې تر ټولو زیات د نېکۍ، احسان، ښه چلند، نرمې رویې، او ښې ملګرتیا مستحقه لومړۍ مور ده،
د نورو په پرتله د مور پر حق درې ځلې ټینګار وکړ، تر څو وښيي چې د مور مقام او فضیلت له استثناء پرته له ټولو خلکو لوړ دی. بیا نبي ﷺ څرګنده کړه چې د مور وروسته هغه څوک حقدار دی چې نیکي ورسره وشي، ویې فرمایل: بیا پلار، بیا نږدې خپلوان، بیا هغه څوک چې تر نورو په خپلوئ کې نږدې وي (یعنې هر څومره چې څوک د خپلولۍ له پلوه نږدې وي، هماغومره د اړیکې او نېکۍ زیات مستحق دی).

03
Benefits
په حدیث کې مور لومړیتوب لري، وروسته پلار، او بیا نږدې خپلوان، د دوی د خپلولۍ د درجې په اندازه.
دا حدیث د والدینو مقام او په ځانګړې توګه د مور مرتبه څرګندوي.
په دې حدیث کې درې ځلې د مور سره د نېکۍ یادونه تکرار شوې ده، ځکه چې پر اولاد لویه حقداره ده، او د هغو ډېرو زحمتونو او سختۍ له امله چې زغملي یې دي — د حمل (حامله کېدو)، زېږون، او شیدو ورکولو پر مهال — چې دا ټول یوازې مور تېروي او وروسته د روزنې په برخه کې بیا له پلار سره شریکه وي.

Attribution
[ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares