HadeethEnc · 1.46.0
(بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي)
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي).
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې بریالی او کامیاب هغه څوک دی چې: خپل رب ته تسلیم شوی وي، نو دی به له هدایت شوو او هغه چا څخه وي چې الله تعالی د اسلام توفیق ورکړی وي، او الله تعالی هغه ته له حلالو څخه دومره روزي ورکړی وي چې د هغه اړتیاوې پوره کړي نه زیات وي او نه کم، او الله تعالی هغه ته قناعت ورکړی وي، یعني هغه په خپل حال خوشاله وي، او د الله په ورکړه راضي وي.
03
Benefits
د انسان حقیقي خوشحالي په دې کې ده چې دین یې کامل وي، ژوند یې د بساینې وي او په هغه څه قناعت ولري چې الله ورکړي دي.
دېته هڅونه چې انسان د اسلام او سنت له پابندۍ سره له دنیا څخه د الله په ورکړه قناعت ولري.
دېته هڅونه چې انسان د اسلام او سنت له پابندۍ سره له دنیا څخه د الله په ورکړه قناعت ولري.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

