HadeethEnc · 1.46.0
لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ».
"الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې سړي او یا ښځې ته د شا لخوا ورتګ کوي سخت ګواښ بیان کړی، او فرمایلي یې دي چې دا د لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
03
Benefits
د سړي لخوا سړي ته ورتګ - لواطت - له کبیره ګناهونو څخه ده.
ښځې ته د شا لخوا ورتګ له کبیره ګناهونو څخه ده.
(لا ينظر الله) یعنې الله تعالی د رحمت او شفقت په نظر نه ګوري، لدې لېدلو څخه عام لیدل مراد نه دي؛ ځکه چې د الله پاک څخه هېڅ شی پټ نه دی، او نه یې د لید څخه کوم شی ورکېږي.
دا کړنې د بشریت لپاره له سترو او خطرناکو اعمالو څخه دي. ځکه چې په دې کې له انساني سالم فطرت څخه سرغړونه، د نسل کمېدل، د ازدواجي ژوندون فاسدېدل، د دښمنۍ او کرکې پېدا کېدل او په ناپاکو ځایونو کې لوېدل دي.

Attribution
[الترمذي او النسائي په الکبری کې روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares