HadeethEnc · 1.46.0
پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه ته د خپلې مېرمنې سره د شا لخوا د یو ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ چې لعنت پرې ویل شوی او د الله له رحمت څخه شړل شوی دی، او دا له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.
03
Benefits
د شاه لخوا (په دبر کې) ښځو ته د نږدې کېدو حراموالی.
له دبر پرته د ښځې له نور ټول بدن څخه خوند اخیستل جایز دي.
مسلمان ښځې ته د مخې لخوا ورځي، لکه څنګه چې الله تعالی ورته امر کړی دی؛ او د شا لخوا په ورتګ سره فطرت افساد، او نسل ضایع کیږي، او پدې کې د سالم فطرت مخالفت دی او ښځې او خاوند ته ستر ضررونه رامنځته کېږي.

Attribution
[ابو داود او النسائي په الكبرى کې او احمد روایت کړی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares