HadeethEnc · 1.46.0
له سرپرست پرته نکاح نشته
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له سرپرست پرته نکاح نشته».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ښځې نکاح تر هغه وخته پورې نه صحیح کیږي چې سرپرست یې د نکاح تړون ترسره کړی نه وي.
03
Benefits
د نكاح د صحت لپاره سرپرست شرط دى، نو كه چېرته له سرپرست پرته ترسره شي او يا ښځه ځان په نكاح كې وركړي، نو نكاح صحيح نده.
سرپرست ښځې ته تر ټولو نږدې سړی وي، نو لرې سرپرست نه شي کولی چې د نږدې سرپرست په شتون کې ښځه چاته په نکاح ورکړي.
ولي یا سرپرست باید پدې شرطونو برابر وي چې: مکلف وي، نر وي، دومره هوښیار وي چې د نکاح په ګټو وپوهېږي د ولي او د چا سرپرستي چې کوي باید دواړه په یو دین وي، نو په چا کې چې دا صفتونه نه وي هغه د دې وړ نه دی چې د نکاح په تړون کې سرپرستي وکړي.

Attribution
[ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares