قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو حمید الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ د بني سلیم د زکات پر مالونو یو سړی وټاکه چې ابن اللتبیة نومېده، کله چې راستون شو، نو حسابي یې ورسره کوله، هغه وویل: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو درته ډالۍ راغلې وې، که ته رښتیا وایې» بیا یې موږ ته خطبه راکړه، نو د الله حمد او ثنا یې ادا کړه او بیا یې وفرمایل: «زه ستاسو څخه یو څوک پر هغه کار ګومارم چې الله ماته سپارلی، خو هغه راځي او وایي: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته چې ډالۍ ورته راغلې وې، قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي زه به ضرور داسې څوک وپېژنم چې د الله حضور ته راځي او اوښ به یې پر اوږو بار وي او رمباړې به وهي، او که غوا وي نو رمباړې به وهي، او که پسه وي نو هغه به هم اوازونه کوي، بیا یې لاس پورته کړ تر دې چې د تخرګ سپینوالی یې ښکاره شو، او ویې فرمایل: «اې الله! آیا ما پیغام ورساوه» زما سترګو ولیدل او غوږونو می واورېدل.
Explanation
Benefits
د هغه چا لپاره سخت ګواښ دی چې د خلکو مالونه په ظلم اخلي.
هیڅ ظالم نشته مګر دا چې د قیامت په ورځ به له هغه څه سره راشي چې ظلم یې پرې کړی دی.
پر کارکوونکو واجب دي چې د دولت له کارونو څخه هغه تر سره کړي چې ورسپارل کېږي او د کار اړوند له خلکو ډالۍ وانخلي؛ او که یې واخېستلې، نو باید بیت المال ته یې وسپاري، ځکه دا کار د خیانت او فساد لامل ګرځي.
ابن بطال وايي: دا حدیث ښيي چې مامور ته ډالۍ د مننې، یا ورته ځان ګرانولو او یا پدې تمه ورکول کېږي چې یو څه ورته پرېږدي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرې ته اشاره وکړه چې هغه پدې ډالیو اخېستلو کې لکه د نورو مسلمانانو په څېر دی، دی په نورو هېڅوک غوره والی نه لري او دی یې باید د نورو په پرتله ځان برتر ونه ګڼي.
نووي ویلي: په حدیث کې دا څرګنده شوې چې د چارواکو لپاره ډالۍ حرامه او خیانت (غلا) ده؛ ځکه چې هغوی په خپل مقام او امانت کې خیانت کوي. په همدې دلیل د حدیث په پای کې د هغوی د جزا او د هغې ډالۍ د اخیستلو ذکر شوی چې هغوی به یې د قیامت په ورځ باروي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم په همدې حدیث کې د ډالۍ د حرامېدو علت تشریح کړی دی، او دا علت یوازې د چارواکو لپاره دی، نه د نورو کسانو لپاره، ځکه چې له مامور پرته نورو خلکو ته ډالۍ اخېستل مستحب دي.
ابن المنیر ویلي: لدې وینا چې وایي (آیا دی د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته) معنا یې دا ده چې لدې مخکې ورته ډالۍ اخېستل روا دي، ابن حجر ویلي: پټه نده چې دا کار باید له دودیزې بڼې زیات نه شي.
د نبوي نصیحت طریقه دا ده چې عمومي وي، نه دا چې څوک رسوا کړي.
ابن حجر ویلي: لدې څخه د امانت دار سره د محاسبې کولو جواز دی.
ابن حجر وايي: په دې کې د خطا کوونکي ملامتول جائز دي.
د دعا پر مهال د لاسونو پورته کول مستحب دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

