اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم)
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ».
(یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).
Explanation
لومړی: (اللهم إني أعوذ) (اې الله زه پناه غواړم) (بك) پر تا باندې، او ستا پرته یې پر بل چا نه غواړم (من غلبة الدین) د قرض له غلبې څخه او دا چې راباندې زیات شي، د خفګان او کړاو لامل شي، او ستانه یې د ادا کولو لپاره مرسته غواړم.
دویم: (وغلبة العدو) او د دښمن له برلاسي کېدو، د هغه له قهر او تسلط څخه پر تا پناه نیسم، او ستا څخه یې د ضرر د مخنیوي سوال کوم او دا چې پرې برلاسی شم.
دریم: (وشماتة الأعداء) او د دښمن له خوشحالیو څخه چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت او تاوان ورسېږي.
Benefits
په مطلق ډول پور کومه ګناه نشته، بلکې ملامتیا پر هغه چا ده چې په پور پرې کولو کې وفادار نه وي او همدې ته د پور غلبه وایي.
انسان باید له هغو کارونو ډډه وکړي چې خلک پرې خوشحالېږي او دا کارونه د ده لپاره عیب ګڼل کېږي.
د دې خبرې څرګندونه چې کافران له مؤمنانو سره دښمني لري او کله چې پرې مصیبتونه راځي نو هغوی پرې خوشحالېږي.
کله چې دښمن پر سړي خوشحاله شي، دا د انسان لپاره د اصل مصیبت نه هم درنده تمامېږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

