افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#5487[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ الْخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته دا دعا ورزده کړه: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ الْخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ النَّارِ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا».
(یا الله! زه له تا څخه د ټول بېړني او راتلونکې خېر غوښتنه کوم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تا ته پناه دروړم له هر بېړني او راتلونکي شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا الله! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم غوښتی و، او تا ته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا الله! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه غواړم چې هره فیصله (پرېکړه) چې زما په اړه کوې، هغه ماته خیر وګرځوې).
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم عاېشې رضي الله عنها ته څلور جامعه دعاګانې ورښودلې دي:

لومړۍ: عامه دعا ده چې هرې ښېګڼې ته شامله ده، (یا الله! زه له تا څخه د ټول خېر غوښتنه کوم) (عاجله) هغه چې وخت یې نږدې دی، (و آجله) او هغه چې لرې دی، (ما علمت منه) هغه چې تا یې په اړه پوهه راکړې ده (و ما لم أعلم) او هغه چې تا یې پوهه نه ده راکړې او ستا په علم کې شته. پدې دعا کې الله تعالی ته د چارو سپارل دي؛ هغه ذات چې پوه، خبر او مهربان دی، نو هغه پاک ذات د مسلمان لپاره غوره او ښایسته برخلیک ټاکي، (و أعوذ) او پناه نیسم پر تا باندې له هر ډول بیړني او وروسته راتلونکي شر څخه؛ هغه چې زه پرې پوه یم او هغه چې په اړه یې راته علم نشته.

دویمه دعا: دا ده چې مسلمان په دعا کې تجاوز و نه کړي (اللهم انی اسألک) یا الله زه له تانه سوال کوم، او د هغه خېر غوښتنه درنه کوم چې ستا بنده او پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې غوښتنه کړې ده، (و أعوذ) او زه پنا نیسم پر تا له هغه شر څخه چې ستا بنده او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ترې پنا غوښتې ده، او دا دعا او له الله تعالی څخه غوښتنه ده چې بلونکي (داعي) ته هغه څه ورکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ځان لپاره غوښتنه کړې ده، پرته له دې چې ډولونه یې وشمیري.

دریمه دعا: جنت ته د ننوتلو غوښتنه او له اور څخه ژغورل کېدل، او دا د هر مسلمان مقصد او له عمل څخه یې همدا موخه او هدف دی: (اللهم إني أسألك الجنة) یا الله زه له تانه د جنت سوال کوم، چې رانصیب یې کړې، (وما قرب إلیها من قول أو عمل) او د هغې کړنې او نیک عمل چې ته پرې خوشحاله کیږې، (و أعوذ بک من النار) او پر تا له اور څخه پنا غواړم (وما قرب الیها من قول او عمل) او له هغې وینا او کړنې څخه چې ګناه وي او تا غصه کوي.

څلورمه دعا: د الله تعالی په قضا او قدر باندې د خوښۍ غوښتلو دعا ( و أسألک أن تجعل کل قضاء قضیته لي خیرا ) او له تانه سوال کوم چې هره پرېکړه دې چې زما په حق کې کړي وي، هغه خیر وګرځوه، او دا د الله تعالی په پرېکړه او فیصلې د رضایت غوښتلو دعا ده.
03

Benefits

سړی باید خپلې کورنۍ ته هغه څه ورزده کړي چې په دیني او دنیاوي چارو کې ورته ګټه رسوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عایشې رضي الله عنها ته ورزده کول.
د مسلمان لپاره غوره ده هغه دعاګانې زده کړي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابتې دي، ځکه چې هغه جامعه دعاګانې دي.
علماوو د دې حدیث په اړه فرمایلي دي چې: له الله تعالی څخه د خېر غوښتلو او له شر څخه د پناه غوښتلو لپاره دا تر ټولو جامع حدیث دی، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له جامعه ویناوو څخه یوه ده چې هغه ته ورکړې شوي دي.
نیک عملونه او ویناوې د الله تعالی له رحمت نه وروسته جنت ته د تللو لاملونه دي.

Attribution

[ابن ماجه او احمد روایت کړی دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...