خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عائشة بنت أبي بكر رضی الله عنها څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلې چې فرمایل یې: «خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي» ماوویل: اې د الله رسوله! ښځې او سړي به یو بل ته ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عائشې! حالت به لدې ډېر سخت وي چې خلک یو بل ته وګوري».
Explanation
Benefits
پدې ټینګار چې انسان عموماً ګناه یوازې د غفلت په حالت کې کوي؛ ځکه که د هغه ذات عظمت او عذاب ور په یاد شي چې نافرماني یې کوي، نو هېڅکله به له هغه څخه غافل نه شي او نه به د هغه له ذکر، شکر او ښه عبادته یوه شېبه بېپروا شي، له همدې امله د محشر خلک به په خپلو ځانونو بوخت وي او یو بل ته به نه ګوري.
درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د ښځو د حیا شدت څرګندوي؛ دا عائشة رضی الله عنها ده چې په ډېرې حیا سره پوښتنه کوي، کله چې اوري چې خلک (نارینه او ښځینه) به بربنډ راټولېږي.
سندي وايي: هر څوک به خپلې چارې بوخت کړی وي او د خپل ورور په حال به نه پوهېږي، الله تعالى فرمایلي: {لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ} [عبس: 37] «هر انسان به په هغه ورځ داسې حالت ولري چې هغه به یې له نورو بې پروا کړی وي»، نو هېڅوک به د بل عورت نه ګوري.
سنتول: د نارینه وو لپاره د تناسلي آلې د سر پوستکی پرې کول او د ښځې لپاره د دخول له ځای نه پورته لکه د چرګ د تاج په څېر یو کوچنی پوستکی پرې کول دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

