څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له جندب بن عبدالله القسري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی، نو الله تعالی دې له تاسو څخه د هغه د ذمې په اړه د څه شي غوښتنه ونه کړي، ځکه چې یقینا که چېرته الله تعالی د چا سره د خپلې ذمې په اړه حساب وکړ نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه د جنهم په اور کې وغورځوي".
Explanation
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې عهد د ماتولو په اړه خبرداری ورکړ چې ( د دې تړون ماتول خو ) یا د سهار د لمانځه په پرېښودلو سره کیږي او یا د سهار په لمونځ کوونکو باندې په راوتلو او برید کولو سره، نو یقینا چې چا دا کار وکړ نو دا ګاونډیتوب یې مات کړ او د سختې سزا مستحق شو، چې الله تعالی به ترې د هغه په حق کې د غفلت په اړه پوښتنه وکړي، او الله تعالی چې د چا پسې شو نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه په اور کې واچوي.
Benefits
د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د سهار لمونځ کوونکي ته ضرر رسول غواړي.
د الله تعالی انتقام له هغه چا څخه د هغه نیکو بندګانو ته لار نیسي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

