HadeethEnc · 1.46.0
مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ ثُمَّ أَتَى الْجُمُعَةَ فَاسْتَمَعَ وَأَنْصَتَ غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجُمُعَةِ وَزِيَادَةُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ ثُمَّ أَتَى الْجُمُعَةَ فَاسْتَمَعَ وَأَنْصَتَ غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجُمُعَةِ وَزِيَادَةُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ، وَمَنْ مَسَّ الْحَصَى فَقَدْ لَغَا».
"چا چې په ښه توګه اودس وکړ، بیا د جمعې لمانځه ته راغی، چپ کېناسته او غوږ یې ونیوه، نو په دریو ورځو سربېره به یې د دواړو جمعو تر منځ ګناهونه وبخښل شي، او څوک چې په شګو کې لاس ووهي نو د هغه جمعه لغوه شوې ده».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې چا ښایسته اودس وکړ؛ رکنونه، سنتونه او آداب یې پر ځای کړل او بیا د جمعې لمانځه ته راغی، چپ شو او امام ته یې غوږ ونیو، له بې هوده ویلو چپ پاتې شو، نو الله تعالی به یې د لسو ورځو واړه ګناهونه ورته وبخښي؛ د دې جمعې د لمانځه څخه تر راتلونکي جمعې پورې او درې ورځې پرې اضافه؛ ځکه چې نیکي یو پر لس چنده ده. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه کار په اړه خبرداری ورکړ چې د خطبې له پندونو او نصحیتونو څخه زړه مشغولوي لکه: په اندامونو عبث کارونه کول، مثلا په ګېټو (کاڼو) کې ګوتې وهل او داسې نورې بې ځایه کړنې او دا چې چا دا کار وکړ نو هغه عبث کار کړی، او څوک چې عبث کار وکړي نو د هغه لپاره د جمعې په بشپړ اجر کې برخه نه شته.
03
Benefits
په اودس کولو ټېنګار، او دا چې په بشپړ ډول باید ادا شي او د جمعې لمانځه ته پاملرنه.
د جمعې د لمانځه فضیلت.
د جمعې خطبې ته غوږ نیول واجب دي، او دا چې باید په خبرو او بل څه ترې بوخت نه شو.
څوک چې د خطبې پر مهال عبث کارونه وکړي، نو د جمعې لمونځ یې شوی او فرض ترې ساقطیږي، خو ثواب یې نېمګړی دی.
د جمعې د لمانځه فضیلت.
د جمعې خطبې ته غوږ نیول واجب دي، او دا چې باید په خبرو او بل څه ترې بوخت نه شو.
څوک چې د خطبې پر مهال عبث کارونه وکړي، نو د جمعې لمونځ یې شوی او فرض ترې ساقطیږي، خو ثواب یې نېمګړی دی.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

