HadeethEnc · 1.46.0
هېڅ داسې یو بنده نشته چې الله تعالی د یو رعیت (چارې) ورترغاړې کړي، بیا مړ شي او په کومه ورځ چې مړ کیږي نو خپل رعیت لره غولوونکی وي، مګر دا چې الله تعالی به پرې جنت حرام کړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له معقل بن یسار المزني رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: "هېڅ داسې یو بنده نشته چې الله تعالی د یو رعیت (چارې) ورترغاړې کړي، بیا مړ شي او په کومه ورځ چې مړ کیږي نو خپل رعیت لره غولوونکی وي، مګر دا چې الله تعالی به پرې جنت حرام کړي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر هغه څوک چې الله تعالی د خلکو حاکم او مسوول وګرځوي، که هغه د شهزاده (امیر) په څېر عمومي مسؤولیت ولري، یا خاص مسوولیت ولري لکه سړی او یا ښځه په خپل کور کې، نو په خپل رعیت کې یې کوتاهي وکړه، او دوکه یې وکړه او په اړه یې سپارښتنه ونکړه، دیني او دنیوي دواړه حقونه یې ورته ضایع کړل، نو د دې سختې سزا مستحق دی.
03
Benefits
دا اخطار ستر زعیم -مشر- او د هغه مرستیالانو ته ځانګړی نه دی، بلکې دا د ټولو هغو کسانو لپاره عام دی چې الله ورته د رعیت سرپرستي ورترغاړې کړي وي.
هر هغه څوک چې د مسلمانانو د چارو مسوول وي، پرې لازم دي چې هغوی ته نصيحت وکړي او د امانت په ادا کولو کې زیار وباسي او له خیانت کولو څخه ځان وساتي.
د هر هغه چا د مسوولیت لوی والی چې عامه او یا خاصه رعیت ورترغاړې وي، دا (مسوولیت) لوی وي او که کوچنی.
هر هغه څوک چې د مسلمانانو د چارو مسوول وي، پرې لازم دي چې هغوی ته نصيحت وکړي او د امانت په ادا کولو کې زیار وباسي او له خیانت کولو څخه ځان وساتي.
د هر هغه چا د مسوولیت لوی والی چې عامه او یا خاصه رعیت ورترغاړې وي، دا (مسوولیت) لوی وي او که کوچنی.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

