HadeethEnc · 1.46.0
ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو خلکو په اړه خبر ورکوي چې د مسلمانانو په مالونو کې ناوړه تصرف کوي او په ناحقه یې اخلي، دا (تصرف)هر ډول مال ته شامل دی چې راټولیږي او یا په ناروا توګه تر لاسه کیږي او بې ځایه په ناحقه ځایونو کې لګول کیږي، پدې کې د یتیمانو مالونه، وقف، په امانت منکرېدل او له حق پرته له عامه مالونو څخه اخیستل شامل دي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د قیامت په ورځ د دوی جزا دوزخ دی.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د قیامت په ورځ د دوی جزا دوزخ دی.
03
Benefits
کوم مال چې د خلکو په لاس کې دی هغه د الله مال دی، د هغوی په واک کې یې ورکړی دی تر څو یې په روا لارو کې مصرف کړي، او په ناحقه یې له مصرف څخه ډډه وکړي، دا (حکم) د واليانو او نورو خلکو لپاره عام دی.
په عامه مال کې د شریعت سختي او دا چې چا ته له دې څخه کوم څه وسپارل شول نو د قیامت په ورځ به د هغې د راټولولو او مصرف کولو حساب ورسره کیږي.
په دې خبرتیا کې هغه کسان شامل دي چې په ناروا توګه په مال کې لاس وهنه کوي، برابره خبره ده که دا مال یې خپل وي یا د بل چا.

Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares