HadeethEnc · 1.46.0
یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په خپل دې کور کې اورېدلي دي چې وییل یې: «یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه».
02
Explanation
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هر هغه چا لپاره (بد دعایي) خېرا کړېده چې د مسلمانو له چارو څخه یې د یوې مسؤوليت پر غاړه واخلي، هغه که کوچنی وي یا لوی، او برابره خبره ده که دا عامه ولایت وي یا خاصه، او پر هغوی یې سختي راوسته او نرمي یې ورسره ونکړه، نو الله تعالی به ورته سزا د عمل له جنس څخه ورکړي او سختي به ورسره وکړي.
او دا چې څوک پرې مهربانه شي، او چارې یې ورته اسانه کړي، نو الله به پرې مهربانه شي او چارې به یې ورته اسانه کړي.
او دا چې څوک پرې مهربانه شي، او چارې یې ورته اسانه کړي، نو الله به پرې مهربانه شي او چارې به یې ورته اسانه کړي.
03
Benefits
څوک چې د مسلمانانو د یوې چارې مشري پر غاړه واخلي، نو له هغوی سره دې هر څومره کیږي نرمي وکړي.
سزا د عمل له جنس څخه وي.
د نرمۍ او سختۍ معتبره اندازه هغه ده چې له کتاب (قرآن) او سنت سره په ټکر کې نه وي.
سزا د عمل له جنس څخه وي.
د نرمۍ او سختۍ معتبره اندازه هغه ده چې له کتاب (قرآن) او سنت سره په ټکر کې نه وي.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

