HadeethEnc · 1.46.0
هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا زده کړي دي چې: "هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ویناوو او عملونو په پرېښودلو امر کړی چې تا په شک کې اچوي چې آیا له دې څخه به منع شوي وي که نه، آیا حرام به وي که حلال، نو هغه څه ته ترې واوړه چې تا په شک کې نه اچوي او ته یې له ښه والي او حلالوالي څخه ډاډه یې، داسې څه چې زړه ورته ډاډ او سکون پیدا کوي او په څه کې چې شک وي نو انسان پکې زړه نازړه او د اضطراب په حالت کې وي.
03
Benefits
مسلمان باید خپل کارونه په یقین سره وکړي او شک پرېږدي او په دین کې باید بصیرت ولري.
په شکونو کې له واقع کېدلو څخه ممانعت.
که ډاډ او سکون غواړې نو شکمن کارونه پرېږده او څنډې ته یې کړه.
پر بندګانو د الله تعالی رحمت چې امر یې ورته کړی تر څو هغه څه وکړي چې د نفس او فکر سکون پکې وي، او له هغه څه نه یې منع کړي دي چې تشویش او ګډوډي ولري.
په شکونو کې له واقع کېدلو څخه ممانعت.
که ډاډ او سکون غواړې نو شکمن کارونه پرېږده او څنډې ته یې کړه.
پر بندګانو د الله تعالی رحمت چې امر یې ورته کړی تر څو هغه څه وکړي چې د نفس او فکر سکون پکې وي، او له هغه څه نه یې منع کړي دي چې تشویش او ګډوډي ولري.
Attribution
[الترمذي، النسائي او أحمد روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

