HadeethEnc · 1.46.0
کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: "کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان د میاشتې د داخلېدو او پای ته رسېدو د علامې په اړه وضاحت ورکړی او فرمایلي یې دي: کله مو چې د رمضان میاشت ولیده نو روژه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله او درڅخه پټه شوه نو د شعبان د میاشتې دیرش ورځې وشمېرئ، او کله مو چې د شوال میاشت ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله نو د رمضان د میاشتې دېرش ورځې وشمېرئ.
03
Benefits
(د میاشتې) د داخلېدو لپاره د میاشتې په لیدو تکیه کول، نه پر محاسبې.
ابن المنذر پدې اړه اجماع رانقل کړې ده چې د رمضان د میاشتې روژه هغه مهال واجب نه ده چې یوازې حساب ورته ونیول شي او د میاشتې لیدل پکې نه وي.
د شعبان د میاشتې دېرش ورځې پوره کول هغه مهال واجب دي؛ کله چې د میاشتې د لیدو پر وړاندې ورېځې راشي.
قمري میاشت نهه ویشت او یا دېرش ورځې وي.
د رمضان میاشت هغه مهال دېرش ورځې روژه نیول واجب دي؛ کله چې د شوال میاشتې د لیدو پر وړاندې ورېځ او یا بل څه راشي.
څوک چې په داسې یو ځای کې وي چې د روژې په اړه د مسلمانانو د کتلو لپاره څوک نه وي او یا هم داسې خلک وي چې هغوی یې ضایع کوي، نو ده ته په کار دي چې دا مساله مراعت کړي او د هغه چا پسې وګرځي چې په خپل رویت روژه نیسي او یا یې د داسې یو چا په رویت نیسي چې اعتبار پرې لري؛ نو پر همدې اساس به هم روژې نیسي او هم به یې بوزه کوي.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares