HadeethEnc · 1.46.0
دا زما د امت پر نارینه وو حرام دي، د هغوی د ښځینه وو لپاره حلال دي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له علی بن ابی طالب رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په چپ لاس کې ورېښم او په ښي لاس کې سره زر واخستل، بیا یې لاسونه پورته کړل او ویې ویل: «دا زما د امت پر نارینه وو حرام دي، د هغوی د ښځینه وو لپاره حلال دي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم په چپ لاس د ورېښمو جامه يا يوه ټوټه راواخيسته او په ښي لاس يې له زيوراتو څخه سره زر او يا ورته بل څه راواخیستل، بيا يې وفرمايل: ورېښم او سره زر چې دي، د نارینه وو لپاره یې اغوستل حرام دي، خو د ښځینه وو لپاره دواړه روا دي.
03
Benefits
سندي ويلي دي: له (حرام) څخه مراد یې استعمالول دي، کنه د تبادلې، لګښت او خرڅلاو لپاره يې استعمالول د هر چا لپاره روا دي او د سرو زرو څخه د لوښو اخيستل او استعمالول د هر چا لپاره حرام دي.
د ښځو په اړه د اسلامي شریعت پراختیا، ځکه هغوی زینت او ورته نورو کارونو ته اړتیا لري.
د ښځو په اړه د اسلامي شریعت پراختیا، ځکه هغوی زینت او ورته نورو کارونو ته اړتیا لري.
Attribution
[ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

