HadeethEnc · 1.46.0
هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: له خپلوانو سره په خپلوۍ پاللو او نیکۍ کولو کې پوره انسان هغه څوک ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي کوي، په صله رحمۍ کې حقیقي او بشپړ پالونکی انسان هغه څوک دی چې کله ورسره خلک خپلوي پرې کړي نو دی یې ورسره بېرته وصلوي (پالي) اګر که بد یې ورسره هم کړي وي، خو هغه یې په مقابل کې ورسره نیکي کوي.
03
Benefits
له شرعي لحاظه د خپلوۍ معتبره اړيکه دا ده چې ته له هغو کسانو سره اړيکي وپالې چې هغوى درسره پرې کړي وي، هغه چا ته بښنه وکړې چې پر تا يې ظلم کړى وي، او هغه چا ته يې ورکړې چې له تاسې يې ورکړه منع کړي وي، او خپلوي پالل دا ندي چې د نیکي مقابل کې وشي او یا په بدل تر سره شي.
د خپلوۍ پالل د مال، دعا، په نیکۍ امر او له بدیو منع کول او داسې نورو لارو کیږي، او د امکان تر حده ورڅخه د شر مخنیوی دی.
د خپلوۍ پالل د مال، دعا، په نیکۍ امر او له بدیو منع کول او داسې نورو لارو کیږي، او د امکان تر حده ورڅخه د شر مخنیوی دی.
Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

