HadeethEnc · 1.46.0
دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له زبیر بن العوام رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې یو کس باید خامخا یو کار وکړي، آن تر دې چې یوه رسۍ واخلي، په شا لرګي راټول کړي، بیا یې خرڅ کړي او له همدې لاري وخوري او یې خیرات کړي او د خلکو له ورکړي پرې ځان بسیا شي او د سوال کولو له سپکاوي خپل مخ وژغوري؛ دا به ورته لدې غوره وي چې له خلکو سوال وکړي؛ چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي، ځکه له خلکو سوال کولو کې ذلت دی، حال دا چې مومن الله تعالی عزتمن پېدا کړی نه سپک او ذلیل.
03
Benefits
له خلکو څخه له سوال کولو پر ډډې کولو ټینګار او دا چې ځان ترې وساتل شي.
د روزۍ ګټلو لپاره کار کولو ته هڅوونه، اګر که انسان یوه ساده او لږ ارزښت لرونکې حرفه هم ترسره کړي چې د خلکو په نظر کې کوچنۍ وي.
اسلام د سوال کولو او بېکارۍ پر ضد دی؛ له همدې امله یې کار او هڅه کول اړین ګرځولي، اګر که کار کول سخت هم وي لکه لرګي راټولول.
که څوک د کار کولو او رزق ګټلو وړتیا ولري نو سوال کول ورته روا نه دي.
له پاچا څخه د اړتیا په صورت کې سوال کول روا دي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ} [التوبة: ۹۲]. یعنې: او نشته (ګناه له غزا نه په وروسته پاتی کېدو کې) په هغو کسانو چې کله دوی تاته راغلل چې سپرلۍ ورته برابرې کړې، نو تا ورته وویل چې نه مومم زه هغه شی چې تاسو پرې سپاره کړم، نو بېرته وګرځېدل دوی په داسې حال چې له سترګو یې اوښکې بهېدې، د هغه خفګان له امله چې دوی څه نه درلودل چې (په جهاد) کې یې ولګوي.
که څوک اړ شي چې سوال وکړي او د کار کولو یا د لرګیو راټولولو توان نلري، نو سوال کول ورته روا دي، پدې شرط چې نه به چاته سوګند ورکوي او نه به ډېر شله کېږي، الله تعالی فرمایلي: {لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا} [البقرة: ۲۷۳].یعنې: دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي.
نووي وویل: په دې کې هڅونه ده صدقې کولو ته، د خپل لاس له کاره خوړلو، او د حلالو لارو ګټلو ته.

Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares